برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حکمتیار: امریکا اشرف غني ولسمشرۍ ته راوست

آریانانیوز: د افغانستان د حزب اسلامي مشر ویلي چې امریکا اشرف غني د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته راوست.


د اشرف غني په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پامپیو د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې تاسو هغه کابل کې ارګ ته راوستی او د افغانستان د ټولو ستونزو مسوول تاسو یاست.

پومپیو په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې د سولې هوکړه په پام کې و، خو اشرف غني یې مخالف و.

حکمتیار ټینګار وکړ: تاسو حق لرئ چې د خپل پخواني ملګري په اړه هر څه چې وغواړئ ووایئ، خو دا څرګندونې واقعیتونه نه بدلوي.

د حزب اسلامي افغانستان مشر وايي: امریکايي چارواکي باید هېر نه کړي چې اشرف غني له امریکا راوست او ولسمشرۍ ته یې ورسول. پمپیو همدا راز پر اشرف غني تور پورې کړ چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خلکو رایې غلا کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي