برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اشرف غني د افغانستان د شل کلن رژیم د ړنګیدو مسوول دی

آریانانیوز: یو شمېر پخوانیو پوځیانو ویلي، چې د مهماتو کمښت او د غنی تېښته د هوايي ځواک د نسکورېدو لامل شو.


یو شمېر پخوانیو افغان پیلوټانو او پوځیانو ویلي، چې د هوايي ځواک د سقوط لامل د مهماتو کمښت او د پخواني ولسمشر تېښته وه.

د دوی په وینا، افغان هوايي ځواک د مهماتو د کمښت او له طالبانو سره د پراخې جګړې تر فشار لاندې خپله وړتیا له لاسه ورکړه.

دوی زیاته کړه، چې پیلوټان او د هوايي ډګر ساتونکي د پخواني ولسمشر له هېواده د تېښتې په نیت خبر شول، چې له امله یې د هوايي ځواک ګڼ شمېر کارکوونکي وتښتېدل.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په مياشت کې له کابله وتښتېد، او کارپوهان د افغانستان د شل کلن رژیم د سقوط پړه پر هغه اچوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي