برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو مرستیال لومړی وزیر: طالبانو د اشرف غني د وژلو پلان نه درلود

آریانانیوز: د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د فراري ولسمشر څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د ده د وژلو کوم پلان نه درلود.


د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د فراري ولسمشر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې له افغانستانه نه و وتلی، د طالبانو له خوا به وژل شوی وای. او ویې ویل، د طالبانو مشر عمومي عفوه اعلان کړې ده.

برادر وويل: زموږ اميرالمؤمنين ټول عفوه کړي دي او پاچا، سوالګر، سرمايه دار بخښل سوي دي.

هغه وویل چې دوی د طالبانو د مشر امر مني او هغه یې تعقیبوي.

غني په یوه تازه مرکه کې ویلي چې له کابله د ده تېښته یوه ناڅاپه پرېکړه وه او هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو ورته وویل چې نور د ده او پلازمېنې ساتنه نه شي کولای. د غني په وینا که په کابل کې پاتې شوی وای، وژل شوی وای.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي