برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشرۍ دانتخاباتو دځنډیدا غوښتنه

آریانانیوز: د ولسمشرۍ دانتخاباتو د کاندیدانو شورا په کابل کې د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړی استازی سره په کتنې کې ددغه هیواد د ولسمشرۍد انتخاباتو دترسره کیدا دې ،له طالبانو ډلې سره د سولې د موافقې ته له رسیدو وروسته وخت ته وځنډوی .



د افغانستان دولسمشرۍ دانتخاباتو یوه کاندید محمد شهاب حکیمی رسندویو ته وئیلی دی وددغې غړو په کابل کې د ملګروملتو له ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو سره په کتنې کې له طالبانو ډلې سره د سولې دموافقې له ترلاسه کیدو وروسته وخت ته دې د ټول ټاکنو دځنډیدا غوښتنه کړې ده
حکیمی وئیلی دی ، دافغانستان د ولس عمومی لیدتوګه دا ده چې لومړۍ دې سوله ټینګه شیاو وروسته دې انتخابات ترسره شی څو له انتخاباتو وروسته په دغه جنګ ځپلی هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شی .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ا نتخاباتو یوه بل کاندید شیدامحمد ابدالی هم وئیلی دی،په اوسنیو شرائطو کې امکان نشته چې دافغانستان درست ولسپه انتخاباتو کې ګډون وکړائ شی ، غوره ده چې دسولې له موافقې په وروسته وخت کې دې انتخابات ترسره شی .
له طالبانو ډلې سره دسولې د موافقې د ترلاسه کیدو وروسته وخت ته د انتخاباتو د ځنډیدا په باب د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دځینو کاندیدانوحیرانونکی دریځ چې له تادامیچی یاماموتو سره په کتنې کې مطرح شوی،دهغې غوښتنې په خلاف دی،چې ددغه هیواد دولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو له دغې ناستې تر مخکې وخت پورې پرې ټینګار درلود.
د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندیدانو له دې مخکې تل د انتخاباتو په ترسره کیدا کې ځنډ ددغه هیواد د اساسی قانون پر مقرراتو د سټرګو د پټولو او پر ډیموکراسۍ د واکمنو قواعدو او اصولو څخه سرغړونه ګڼله .
دغه کاندیدان په داسې حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت دځنډولو موضوع مطرح کړې ده چې دغې شورا په کرتو ددغه هیواد ولسمشراشرف غنی،په ټاکلی وخت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د لازمو زمینو د نه برابرولو له لارې د ډیموکراسۍپه داغی کولو او د قانون په خلاف ورزۍ تورن کړی ؤ .
هغه څه چې مسلم دی،له طالبانوډلې سره ترروغې جوړې پورې دانتخاباتو دځنډولو لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو دشوراغوښتنه سره له دې چې دډیموکراسۍ له اصولو سره په تضاد کې او دقانون په خلاف ده، منطقی نه ده او ددغه هیواد د ولس له عومی ګټو اومصلحتونو سره هم سمون نه خوری .
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوی چې د جنګ دختمیدا اویا د دایمی اووربند دټینګیدا لپاره له طالبانو ډلې سره دموافقې د ترلاسه کولو و وخت هیڅ ډ ول اټکل کول وجود نه لری .
په تیره بیا دا چې په قطر کې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ د ناکاموخبرواترو له شپږو پړاؤنو وروسته دسولې لپاره کومې موافقې ته درسیدا لرلید لا زیات د شکونو په شپول کې دی او په افغانستان کې د امریکائی عسکرو د شتون پر دوام د امریکاټینګار او په مقابل کې له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو پر وتلو د طالبانو ټینګار،له هرڅه زیات په جنګ ځپلی افغانستان کې د سولې اوثبات دټینګیدا لپاره هیلې پیکه کړی دی .
په دغه شان شرائطو کې چې دامریکا او طالبانو په دریځونو کې د نرمښت نه شتون،دهغوی ترمینځ د خبرواترو د تیرو شپږو پړاؤنو د ناکامۍ او په افغانستان کې د سولې دترلاسه کولو د زمینې دلاپیچلتیالامل شوی،له طالبانو ډلې سره سولې ته د رسیدا له وخته وروسته پړاؤ ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وخت ځنډیدا،تر یوه نامعلوم وخت پورې په دغه هیوادکې د ډیموکراسۍ چُټی کول دی .

شریک یي کړئ!