برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشرۍ انتخاباتو نهایي پایلې ډیر ژراعلانیږی

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د افغان رسندویو له راپور سره سم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په مرکزي دفتر کې یې د تفتیش ځانګړې پروسه پای ته رسيدلې او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې به ډیر ژر اعلان شي.
د ټاکنو کمیسیون ټینګار کړی چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د پریکړو د ځانګړي تفتیش او تطبیق پروسه د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا پیل شوې او د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې به د دې پروسې په پای کې اعلان شي.
د ټاکنو کمیسیون پرون اعلان وکړ چې د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون د پریکړې پراساس یې د رایو د برخې بیا شمېرنې او بیا کتنې پیل کړې دي، خو څو ساعته وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ “ثبات او همپالنې” ټیم دغه پروسه رد او غیر قانوني اعلان کړه.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ثبات او همپالنې د ټیم په ځواب کې بیا وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون به یوازې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې پلي کړي چې دا به د ټاکنو د نهایي پایلو د اعلان لپاره لاره هواره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي