برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د انتخاباتو بایومیټرک دستګاوانې

آریانانیوز: د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون پرون وویل د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په ورځ دوه ویشت زره او پینځه سوه اته تیا(۲۲۵۸۸) بایومیټرک دستګاوې کارول شوی وې چې د اته سوه اوه دیرشو(۸۳۷) دستګاوانو برخلیک او دهغوې اطلاعات معلوم نه دی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون تراوسه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د رایو په شمیرول کښې د ځنډ او دفنی مشکلاتو د رامینځته کیدا په علت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د اعلانولو وخت درې (۳) ځله ځنډولی دی .
دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړۍ نتیجې چې ټاکل شوې وې د اکتوبر د میاشتې په نولسمه (۱۹) او ورپسې د اکتوبر د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه اعلان شی پرون د نوامبر دمیاشتې څوارلسمې(۱۴) نیټې ته وځنډول شوې .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون مشرې میرمن «حوا علم نورستانی» پرون وویل د انتخاباتو کمیسیون باوری دی چې شفافیت باید د چټکۍ قربانی نشی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي