برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قفل په ماتولو تورن کسان محکمې ته حاضر کړې شول

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د انتخاباتو خپلواکه کمېشن پرون وويل، نهه تنه په دغه دوسيه کښې تورن پېژندل شوي او د تحقيقاتو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شول.
همدارنګ د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن يو غړي مولانا محمد عبدا… وويل، د قفل په ماتېدو او د دغې ادارې د اطلاعاتو راغونډونکي مرکز ته د کسانو په ننوتلو سره د رايو په صندوقونو کښې هيڅ غلا نه ده رامنځته شوې.
هغه له دې مخکښې ويلي وو چې څو افغان امنيتي ځواکونو د کمېشن د ډيجټلي اطلاعاتو د راغونډولو د مرکز د قفل، مهر او مومو په ماتولو سره دغه مرکز ته داخل شوي دي.
د انتخاباتو د کمېشن مرستيال هم دغه پېښه تائيد کړې خو په رايو کښې د هر ډول لاسوهنه يې رد کړې ده.
د ولسمشرۍ انتخابات د ستمبر په ۲۸ ترسره شول او د دغو انتخاباتو وړومبنۍ نتيجې ټاکل شوې ده د روان اکتوبر په ۲۸ اعلان شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي