برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, 16 فوریه , 2019 لنډ لینک :

د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي

آریانانیوز: له کندهاره هر کال ۳۰ زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.په تېرو اتو میاشتو کې له یاد ولایت څخه د شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۶زره ټنه انځر هندوستان، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده.


له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه لوړ ارزښت لرونکې مېوه ده چې په پراخه کچه حاصلات او په بهر کې ښه مارکېټ لري.
د دې مېوې په کاروبار زرګونه خلک بوخت دي چې واړه سوداګر یې له ولسوالیو تر ښاره راوړي او لوی سوداګر یې له ښاره بهرنیو هېوادونو ته صادروي.
عبدالخالق یو له هغو کسانو دی چې له شاولیکوټ ولسوالۍ په کندهار ښار کې د وچې مېوې مارکېټ ته انځر راوړي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاولیکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده چې د انځرو تر ټولو ډېر حاصلات لري خو تر څنګ یې په میانشین او نېښ ولسوالیو کې هم د انځرو باغونه شته.
د دې تر څنګ هغه د ارزوګان ترینکوټ او د زابل مېزانه او ښار صفا هغه ولسوالۍ یادې کړې چې انځر یې د کندهار ښار د وچې مېوې مارکېټ ته راوړل کېږي او له دغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته صادرېږي.
دی وايي، دا چې انځر نازکه مېوه ده او ژر خرابېږي، تازه تر لرې مارکېټونو نه رسول کېږي نو ځکه د وچې مېوې په بڼه بهرنیو مارکېټونو ته رسول کېږي چې ډېر ښه بازار لري.
د عبدالخالق په خبره، که څه هم سږ کال وچکالي وه او د انځرو ډېر باغونه د اوبو د کمښت له امله وچ شول، خو بیا یې هم ښه حاصلات لرل.
هغه وویل، له همدې امله سږ کال د انځرو بیه هم ډېره لوړه ده چې کاروبار یې د پخوا په پرتله اغېزمن شوی دی.
جان محمد د کندهار یو بل سوداګر دی چې له ولسوالیو کندهار ښار ته انځر راوړي او دلته یې پر لویو سوداګرو پلوري.
ده پژواک اژانس ته وویل، د ده په څېر تر ۵زرو ډېر کسان په دغه کاروبار بوخت دي چې د بسته بندۍ، پېر او پلور کارونه یې تر سره کوي.
دی وايي، کله چې د انځرو حاصلات ورسېږي نو لومړی په ونه کې وچېږي، بیا راټولېږي او لمر ته وچېږي چې بیا د امېلونو په بڼه پېودل کېږي او اوږده اوږده لړونه ورڅخه جوړېږي.
د ده په خبره، وروسته د انځرو دغه ځنارونه په کرېټونو کې ځای پر ځای کېږي چې کیفیت ته په کتو لومړۍ، دویمه او درېیمه درجه او بېلابېلې بیې لري.
دی زیاتوي، دا چې سږ کال انځر ګران دي نو په کورني مارکېټ کې د انځرو یو لړ له ۱۰ تر ۱۲ زره افغاني بیه لري.
جان د دې مېوې د کاروبار په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، د انځرو سوداګري ټوله په پور یا قرض ترسره کېږي، دوی یې په ولسوالیو کې له باغ لرونکو په نقدو پیسو رانیسی خو لوی سوداګر یې له دوی څخهپه پور اخلي، هندوستان او پاکستان ته یې وړي او چې هلته وپلورل شي بیا یې دوی ته پیسې ورکول کېږي.
دی وايي، کله کله د دوی پیسې ډېر مهال ځنډېږي چې دا د دوی لپاره لویه ستونزه ده.
د انځرو یو بل سوداګر حاجي حیات الله پژواک اژانس ته وویل، د کندهار انځر ډېر پاکستان ته وړل کېږي خو هند یې تر ټولو ښه بازار دی.
دی وايي، دا چې حکومت په دې وروستیو کې له هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانیستي، سوداګر توانېدلي دغه مېوه په پراخه کچه د هند تر مارکېټونو ورسوي.
د ده په خبره، انځر په بهر کې ډېر ښه مارکېټ لري، ده د بېلګې په توګه پاکستان یاد کړ چې د یو من/ څلورنیم کیلوګرامه انځرو پر صادرولو تر کرایې او ټکس پورې ۵۰۰ افغانۍ لګښت راځي خو بیا هم پر هر من انځرو له ۲ تر ۳ سوه افغانۍ ګټه ورته پاتې کېږي.
د دې لپاره چې دغه مېوه ښه وساتل شي او لا ګران وپلورل شي، نوموړی له دولته غوښتنه کوي چې په ولسوالیو او ښار کې دې سړې خونې جوړې کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، هر کال له کندهاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت تر ۳۰زره ټنه ډېر انځر بهر ته صادرېږي.
هغه زیاتوي، سږ کال په تېرو اتو میاشتو کې له کندهار څخه د شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۶زره ټنه انځر هندوستان، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
خو دی وايي، دا چې سږ کال یې بیه لوړه وه نو ډېر نه دي صادر شوي، ځکه سوداګر وېرېدل تاوان په کې و نه کړي.
هغه د بېلګې په توګه شکرپاره یاده کړه چې بیه یې تر ۴۵۰۰ افغانیو ورسېده خو کله چې یې سوداګرو صادرات پیل کړل بیه یې ناڅاپي ۱۳ او ۱۴ سوه افغانيو ته راټيټه شوه چې سوداګر یې زیانمن کړل.
خو دی وايي، لا هم وخت شته او د انځرو صادرات روان دي.
د يادونې ده، هر کال د انځرو تر څنګ په زرګونو ټنه انار، انګور او ډول ډول وچې مېوې هم بهر ته صادرېږي چې د کندهار او په ټوله کې یې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی دی.

سوداګر وايي، د صادراتو په برخه کې که څه هم یو لړ اسانتیاوې رامنځ ته شوي خو بیا هم ټرانزیټي ستونزې او نورو نړیوالو مارکېټونو ته د متبادلو لارو نه درلودل د دغې لړۍ پر وړاندې خنډونه دي.

شریک یي کړئ!
ټکي