برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

کندهار کې پر عکاسۍ بندیز

کندهار کې د طالبانو والي د طالبانو په غونډو کې هر ډول عکاسۍ منع کړی دی.


په کندهار کې د طالبانو والي ملا محمد شیرین اخند د دې ډلې ملکي او نظامي ادارو ته یو لیک استولی او په خپلو رسمي او غیر رسمي غونډو کې یې د هر ډول فلم او عکس اخیستلو بندیز اعلان کړی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي دي چې د دغې ډلې د رسمي او غیر رسمي غونډو راپورونه باید په لیکلي او غږیزو بڼه خپاره شي.

د دې لیک پر بنسټ، د ژوندیو مخلوقاتو انځورول په اسلام کې حرام دي.

تر دې وړاندې په فاریاب او جوزجان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ریاست مامورین د واده په محافلو کې د عکاسۍ او فلم اخیستلو مخه نیولې وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا راڅرګندېدو سره دغې ډلې د هېواد د وګړو پر ټولنیز ژوند ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

دا مهال په هېواد کې د ښوونځیو، پوهنتونونو، د ښکلا سالونونو او خصوصي او دولتي دفترونو دروازې د ښځو پر مخ تړلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي