برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د پاکستان حکومت تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له هېواده شړلي دي

آریانانیوز: د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست له پاکستان څخه د ۲۳۶ افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.


د کندهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست وايي، د پاکستان حکومت ۲۳۶ افغان کډوال په زور له دغه هېواده ایستلي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه افغان کډوال د سپین بولډک له پولې افغانستان ته را ستانه شول.

ویل کیږي چې له پاکستان څخه ایستل شوي پناه غوښتونکي په سپین بولډک کې د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغان کډوال د پاکستان د حکومت له خوا له سپین بولډک څخه د قانوني اسنادو په لرلو سره افغانستان ته ایستل شوي وو.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو افسر معظم جاه انصاري د ۱۴۰۱ کال د ډسمبر په نیمایي کې وویل چې د پاکستان سترې کمیټې پریکړه وکړه چې د افغان کډوالو په اړه د دغه هیواد پر پالیسي بیا کتنه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي