برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ځينې کورنۍ ښځو ته په ټاکنو کې د ونډې اخيستو حق نه ورکوي

آریانانیوز: د ننګرهار ځینې مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې يو شمېر مېرمنو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو حق نه ورکول کېږي.



دوی وايي، په دغو سيمو کې چې يو شمېر مېرمنو ته په ټاکنو کې د رايې ورکولو حق هم ورکړل شوی، نو د کورنيو له خوا ترې د انتخاب حق اخیستل شوی دی.
نا امني، د ټاکنو کمېسيون له لوري د عامه پوهاوي نه ترسره کېدل او کلتوري محدوديتونه هغه څه په ګوته شوي چې له امله يې دغلته مېرمنې له يادې ستونزې سره مخ شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ټول ۸ سوه، ۱۸زره او ۵۵۵ کسانو د ټاکنو لپاره ځانونه ثبت کړي چې له ډلې يې يوازې ۲ سوه، ۶۶ زره او ۱۹۸ مېرمنې دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٢٨مه ترسره کېږي او دوه ورځې وروسته د دې ټاکنو لپاره کمپاين هم پيلېږي. ټاکل شوې وه چې په همدې ورځ د ولسواليو شوراګانو ټاکنې هم ترسره شي، خو د ځينو ملحوظاتو له امله دا ټاکنې ځنډول شوې دي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې نورسبا پژواک ته يې وويل چې خاوند يې خپله تذکره سټېکر کړې، خو دې ته يې اجازه ورنه کړه چې لاړه شي او ځان د رايې ورکونې لپاره ثبت کړي.
هغې زياته کړه: ((قانون موږ ته د رايې ورکولو حق راکړى، کورنۍ هم بايد دا حق راکړي.))
د خوږياڼو ولسوالۍ يوې سپېن سرې مېرمنې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې تېر ځل يې په ټاکنو کې برخه اخيستې وه، خو طالبانو د کلي خلک په دغه کار سخت رټلي او مجازات کړي وو؛ نو ځکه دغه ځل خلک خپلو مېرمنو ته اجازه نه ورکوي چې ټاکنو کې برخه واخلي.
د اچين ولسوالۍ يوې اوسېدونکې شفيقې پژواک اژانس ته وويل چې دلته ډېرو کمو ښځو نوم ليکنه کړې او يا يې پر تذکرو سټېکرونه وهلي دي.
هغه وايي، دلته ډېر خلک د ټاکنو په اړه معلومات هم نه لري، د کلتوري محدوديتونو تر څنګ امنيت او روزګار د خلکو لومړيتوبونو کې دي، پر ټاکنو ډېر خبر هم نه دي.
د شېرزادو ولسوالۍ د وډيسار سيمې اوسېدونکی ملک سيد اکبر وايي، چې د کولتوري محدوديتونو او امنيتي ستونزو له امله يې يوازې د کورنۍ يوې مېرمنې خپله تذکره سټيکر کړې ده.
هغه زياته کړه : ((زامنو مې يوازې خپله مور پرېښوده، چې لاړه شي تذکره باندې سټيکر ولږوي؛ خو خوېندو او خپلو مېرمنو ته يې اجازه ورنکړه.))
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی مزمل شينواری وايي، د نوم ليکنې مرکز يې له کور څخه ډير لرې و او د کلي خلکو هم يو بل پورې ملنډې وهلې، نو ځکه يې مېرمنې د نوم ثبتولو لپاره نه دي استولي.
دی وايي، که امنيت موجود وی؛ نو مرکز به يې د کور ترڅنګ وی، که بيا د خلکو خبرې هم موجود وی؛ نو مېرمنو ته يې اجازه ورکوله.
په ننګرهار کې د ښځو د حق غوښتنې يو شمېر ټولنې او د دغه ولايت عامې مېرمنې اندېښنه لري چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې ډېرو مېرمنو ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو حق نه دی ورکړل شوی او يا ترې د انتخاب حق اخيستل شوی دی.
جميله شېرزاد په ننګرهار کې د ښځو حقونو فعاله ده، هغه وايي، په ښاري سيمو کې هم ډېری مېرمنې نه دي پرېښودل شوې چې د ټاکنو لپاره پر خپلو تذکرو سټېکر ووهي او ځانونه ثبت کړي.
هغې اندېښنه وښوده: ((په ښاري سيمو کې امنيت شته، تعليم ته لاسرسی شته، عامه پوهاوی هم شته، خو بيا هم ډېرې مېرمنې نه دي پرېښودل شوې چې ځانونه ثبت کړي، نو اطرافو کې چې دغه ټولې ستونزې شته، طبیعي ده چې ډېرو مېرمنو نه دغه حق اخیستل شوی دی.
په همدې حال کې په ننګرهار کې د افغان ښځو لپاره د ټولنې ساحوي مسوول حیات الله طالب زاده وايي چې کلتوري محدويتونه، د عامه پوهاوي نه ترسره کېدل او نا امني هغه څه دي چې لرو پرتو سيمو کې يې له امله ډېری مېرمنې په ټاکنو کې له ونډې اخيستو بې برخې شوې دي.
نوموړي د ټاکنو پر کمېسيون هم نيوکه وکړه چې د نوم ليکنې لړۍ له پيل وړاندې يې خلکو ته سم عامه پوهاوی نه دی کړی.
دغه راز د ننګرهار د ښځو چارو رييسه سلسله رښتيانۍ هم اندېښمنه ده چې د نا امنۍ له امله په لرو پرتو سيمو کې لا څه چې ښاري سيمو کې هم مېرمنو ته ټاکنو کې د برخه اخیستو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
هغه وايي: ((پخوا به موږ چې کله کوم پروګرام يا غونډه جوړوله، زموږ له پلان څخه به ډېرې مېرمنې راتلې، خو اوس سره له دې چې ډېرې بلنې لېږو، خو بيا هم له ټاکلي تعداد څخه کمې مېرمنې راځي چې دا ټول د نا امنۍ له امله دي او پر ټاکنو هم سيوری غوړلی شي.))
د ننګرهار ولايتي شورا مرستياله حميرا رفيع هم اندېښمنه ده،چې نا امني په دغه ولايت کې د ټاکنو پر پروسه او په ځانګړې توګه ټاکنو کې د مېرمنو د برخې اخیستو پر لړۍ منفي اغېز کړی دی.
هغې غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې د مېرمنو د برخې اخیستو او د دې پروسې د شفافې ترسره کېدو لپاره بايد د امنيت پر ټينګښت ډېر کار وشي.
په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو حقونو مشره هاشمه شريف هم وايي چې په را روانو ټاکنو کې د ښځو برخه اخیستنه د ننګرهار تر څنګ په ټول هېواد کې کم رنګه ده.
نوموړي پژواک ته اژانس ته وويل، تر ټولو لويه ستونزه نا امني ده، خو کلتوري محدوديتونه او د عامه پوهاوي نه موجوديت د دې لامل شوي چې ډېرې مېرمنې په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون ولايتي مسوول ډاکتر احمد داوود صديق زاد پژواک ته وويل چې د عامه پوهاوي په برخه کې هم نيمګړتيا موجود وه، خو تر ټولو مهمه ستونزه په ټاکنو کې د مېرمنو د برخې نه اخیستو کلتوري محدوديتونه دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو امنيت لپاره يې د امنيتي تدابيرو پلانونه نيولي او په دې برخه کې به هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي.
هغه د امنيتي ستونزو په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای ګڼي، خو وايي، امنيتي ځواکونو پوره چمتووالی نيولی او بېلابېل پلانونه يې جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي