برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ښځو په جلال اباد کې د کاج پر مرکز د ترهګریز برید پر ضد لاریون وکړ

آریانانیوز: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یو شمېر ښځو مظاهره وکړه او د هزاره وو د وژنې د بندولو غوښتنه یې وکړه.


د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر ښځو او نجونو د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د تروریستي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاريون کوونکو د “زه هزاره پښتون يم، د خپلو هېوادوالو د وينې غچ به اخلم” په شعارونو سره د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د هزاره وو د وژنې د درولو غوښتنه یې وکړه.

د کابل په لوېديځ کې د کج پر تعليمي مرکز له خونړي بريد وروسته يو شمېر افغانانو دا کار وغندلو او پر هزاره ګانو او ښوونيزو مرکزونو يې د بريد د بندېدو غوښتنه وکړه.

په تېرو ورځو کې د هرات، بامیان، بلخ او کاپیسا د پوهنتونونو ښځینه محصلینو د دې پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ او د “د هزاره وو نسل وژنه ودروئ” کمپاین یې ملاتړ وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي