برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د ننګرهار د خلکو استازی: امریکا په افغانستان کې د داعش ملاتړ کاوه

آریانانیوز: د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانی استازی وايي، د جمهوريت په دوره کې د امریکا په ملاتړ د داعش غړي په دغه هېواد کې فعال وو.


په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخواني استازي حاجي ظاهر قدیر په دغه هېواد کې د داعش پر وړاندې د طالبانو ګڼو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې له وروستيو پرمختګونه ، د طالبانو پرېکنده عمليات او نوښتونه څخه داسې ښکاري چې د داعش پروژه په افغانستان کې د پښې ټینګولو ځای نه لري.

نوموړي په مزارشريف کې د داعش د فعاليتونو د عامل نيولو او په ګډون د بلخ د والي او د تبيان د مرکز د دفتر پر وړاندې د ځانمرګو عملياتو ته په اشارې سره زياته کړه: موږ په جمهوري رياست کې لسګونه داسې ځوانان نيولي، په زړه پورې خبره دا ده چې زياترو يې د ځانګړو قطعاتو کارتونه درلودل او په ښارونو کې يې په ازاده توګه تګ راتګ کاوه.

له ډېرو تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې ياد کارتونه د امريکايانو له خوا د دوى لپاره تهیه شوي وو. موږ په دې اړه د وخت ولسمشر سره خبرې وکړې. خو واک وږو امریکایانو هغه دومره محاصره کړی و چې د شخصي چارو واک یې ترې اخیستي و د هیواد چارې خو پرېږده چې په لومړي سر کې ترې اخیستل شوې وې.

هغه همدا راز د افغانستان نننی ګډوډ حالت د دغه هېواد د نفوذي چارواکو د چلند پایله وګڼله او ویې ویل چې دا هرڅه موږ په خپله کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي