برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اندونیزیا د علماوو کنفرانس د افغان سولې لپاره د مخامخ خبرو غوښتنه

په اندونیزیا کې د علماوو کنفرانس د افغانستان دولسمشر د سولې له وړاندیز څخه د ملاتړ ترڅنګ په جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.



دغه څرګندونې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان، اندونیزیا او افغانستان د علماوو د ګډ کنفرانس په پرېکړه لیک کې شوې چې تر یو ورځني کنفرانس وروسته خپور شو.
دغه کنفرانس چې په کې د افغانستان، پاکستان او اندنيزيا لسګونو علماوو برخه اخیستې وه، نن د غویي په ۲۱مه، د اندونیزیا په بوګورښار کې جوړ او د اندونیزیا د ولسمشر جوکوويدود په وینا سره پیل شوى و.
په پرېکړه لیک کې راغلي، ددرې واړو هېوادونو علماپه دې کنفرانس کې ځکه راټول شوي وو، چې د هغو ستونزو او ننګونو په اړه بحث وشي چې د افغانستان او د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو ولسونه ورسره مخامخ دي.

په پرېکړه لیک کې راغلي : (( د یووالي او پیوستون داصولو په متابعت او دغه راز د ورورولۍ په رڼا کې موږ په افغانستان، پاکستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د سولې راوستلو لپاره خپله ژمنتیا څرګندوو او پرې ټینګار کوو.))
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان ولس له لسیزو راهیسې له ستونزو، کړاوونو او سختیو سره مخامخ دي، خو له دې ټولو ناخوالو سره يې دسولې هڅو ته ادامه ورکړې او نه دي ناهیلي شوي.
په پرېکړه لیک کې راغلي : ((د افغانستان خلکو د یو پیاوړي مسلمان مؤمن ملت په توګه د ناخوالو پر وړاندې پوره مقاومت او متانت څرګند کړی دی.))
د اندونیزیا د علماوو کنفرانس په پرېکړه لیک کې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې په افغانستان کې د سولې او هوساینې رامنځته کېدو لپاره بشپړ ملاتړ اعلان شوى او پر دې يې ټینګار کړی چې علما څه ډول د سولې لپاره یوه مناسبه فضا رامنځته کړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، د قران کریم د احکامو په رڼا کې چې که مسلمانان په شخړو کې پریوځي، نو الله ج او رسول ته دې مراجعه وکړي، علماوو ټینګار کړی، چې اسلامي امت په یو صف کې راوستل شي او د دوی ترمنځ نفاق له منځه یوړل شي.
د اندونیزیا د علماوو کنفرانس په اعلامیه کې راغلي چې دوى لاندې پرېکړې کړې دي.
لومړی : اسلام د سولې، اعتدال او زغم دین دی، د اسلام اساسي پیغام سوله، ترحم او مهرباني دي، موږ له همدې امله د اسلامي نړۍ، پیغام پاکستان او نورو ترسره شوو نوښتونو او صادرو شوو پرېکړه لیکونو څخه ملاتړ او تایید یې کوو، چې دسولې په ملاتړ او د ترهګرۍ په غندنه کې شوي دي.
دویم : سوله الهي امر دی، او پر هر مسلمان واجب دی، د مسلمانانو ترمنځ شخړې باید د قران کریم او نبوي سنتو په رڼا کې حل او فصل شي، له همدې امله موږ علما دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د سولې او پخلاینې له وروستي وړاندیز څخه چې دفرورۍ په میاشت کې یې دکابل پروسې کنفرانس پر مهال وکړ، ملاتړ کوو. موږ دغه راز دسیمې له هېوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوو چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه يې ملاتړ کړی دی.
درېیم : دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د سولې لپاره شرایط برابر شوي، پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کوو، چې دسولې مخامخ خبرې پیل کړي، ځکه دسولې لپاره د مشورو کول په قران کریم کې یاد شوي دي.
څلورم: علماء د انبیاوو د وارثانو په توګه دنده لري چې د اسلام د مقدس دین نړیوال ارزښتونه لکه سوله، تحمل او ټولنیز عدالت د پرمختګ لپاره کار وکړي او دغه راز خلک وهڅوي چې په خپل ژوند کې دا اصول د ژوند اساسي لارښوونکي معیارونه وګرځوي.
پنځم : د اسلامي امت علماء او په ځانګړې توګه دافغانستان، اندونیزیا او پاکستان عالمان له هغو ستونزواو ننګونو څخه په بشپړه توګه خبر دي، چې اسلامي هېوادونه ورسره مخامخ دي او دوی کولی شي چې په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې دسولې او پیوستون په برخه کې فعاله ونډه ولري.
شپږم: موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې تاوتریخوالی او ترهګري له هېڅ دین، ملت تمدن او قوم سره تړاو نه لري، ځکه له تاوتریخوالي ډک افراطیت او ترهګري چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه په کې شامل دي، د اسلام د مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې واقع دي.
اووم : د اسلامي امت د یوې کورنۍ په توګه موږ د سولې د هر اړخیز بهیر ملاتړ کوو او چمتو یو چې په دې بهیر کې رغنده مرسته وکړو او د سولې د هغو ټولو پروسو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره تر سره کيږي .
اتم : موږ په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو له نقش څخه چې ددواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ د سولې او ورورولۍ لپاره د قران کریم او سنتو په رڼا کې له اسلامي تعلیماتو سره سم ترسره کوي، ملاتړ کوو.
نهم : موږ د اندونیزیا له دولت څخه مننه کوو چې په مخلصانه توګه یې ددرې واړو هېوادونو د علماوو او اسلامي نړۍ ترمنځ یې د همکارۍ دا پروسه پیل کړه او په راتلونکي کې هم ترې ملاتړ کوو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي