برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په جنیوا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پرانېستل

آریانانیوز: پرون د سویس په جنیوا ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرانېستل کېږي.


په دغه کنفرانس کې به چې مشري یې د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه په ګډه کوي، ګډونوال هغه ستراتیژۍ، مرستې او پرمختګونه ارزوي چې افغانستان او نړیوالې ټولنې د بروکسل د ۲۰۱۶ میلادي کال په نړیوال کنفرانس کې په مختلفو برخو کې پرې موافقه کړې وه.
د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې ۱۵ میلیارډه ډالرو مرستې ژمنې کړې وې، خو په‌دې کنفرانس کې به له افغانستان سره نوې مرستې نه اعلانېږي، بلکه پر هغو پالیسو او اجنډاوو به تمرکز کېږي چې په نتیجه کې یې افغانستان د سولې، سوکالۍ او ښې حکومتوالۍ لور ته بیایي.
د افغانستان حکومت ویلي چې دې کنفرانس ته یې پوره تیاری نیولی او نړیوال به قانع کړي چې هغه ژمنې یې تر ډېره عملي کړي چې په مخکینې کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې.
افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس دواړه په‌دې کنفرانس کې چې د ولسمشر د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په وینا د څه کم سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې برخه اخلي، ګډون کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي