برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال سره دملابرادر لیدنه

آریانانیوز: د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوي چې دا مهال د اندونیزیا په سفر تللي دي، هلته یې ددغه هیواد ولسمشر مرستیال د بهرنیو چارو وزیرې او ګڼ شمیر نورو چارواکو سره لیدلي دي.



د طالبانو د پلاوي یوه غړي وویل چې دغه ناسته نن تر سره شوه چې په کښي د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره تللي پلاوي ګډون کړی وو.
د اندونیزیا له لوري د دغه هیواد د ولسمشر مرستیال «یوسف کالا» او د بهرنیو چارو وزیرې «ریتنو لیستاري» په شمول ځینو نورو لوړو پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د ناستې وروسته د طالبانو پلاوی ته د لومړي مرستیال له لوري میلمستیا هم شوې وه.
د طالبانو په پلاوي کې د ملا برادر اخند سره مولوي عبدالسلام حنیفي، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي امیر خان متقي، ملا عبدالحق وثیق، ملا نورالله نوري، سهیل شاهین او مولوي سید علي ګډون کړی وو.
د پلاوي یوه تن ګډونوال نن ټکی اسیا ته وویل چې د انډونیزیا له لوري د طالبانو دروند استقبال وسو او دواړو لوریو د افغانستان د سولې تر څنګ پر ګڼو نورو موضوعاتو او د اسلامي امت د یوه موټي کیدو پر اړتیا بحث وکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر اسلامي او سیمه ییزو هیوادونو د طالبانو سره اړیکې پراخي کړي او طالبان د یوه رسمي جهت په حیث د منلو تر څنګ د هغوی سره د افغانستان پر راتلونکې او د مشترګه ګټو پر موضوعاتو بحثونه کوي.

شریک یي کړئ!