برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 25 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

بایډن: په متحده ایالاتو کې د کورونا قربانیانو شمیر به ۶۰۰،۰۰۰ ته ورسیږي

آریانانیوز: د الجزیرې په وینا ، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د کورونا ناروغۍ کې د هیواد وضعیت بحراني وباله...


د بایډن په وینا ، په هیواد کې د کورونا ویروس خپریدل مخ په ډیریدو دي او د مړو شمیر له ، ۶۰۰،۰۰۰ څخه ډیر اټکل شوی دی.

بایډن زیاته کړه چې موږ په ملي بحران کې یو او موږ باید د خپل ټول قوت سره عمل وکړو ، ځکه چې موږ د کورونا ویروس د خپریدو د پایلو له امله ترټولو لوی اقتصادي بحران سره مخ یو.

ولسمشر وویل چې اته ملیونه امریکایان سمدستي تمویل ته په تمه دي. د ۱۴ ملیون امریکایی کرایه کونکو کرایه وروسته پاتې ده.او ډیری یې د شړلو ګواښونه شوي.

متحده ایالات په نړۍ کې ترټولو ډیری د کرونا قضیې او قربانیان لري.

تر دې دمه په هیواد کې له ۲۴ ملیون او ۷۰۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک کوویډ ۱۹ په ناروغۍ اخته شوي چې له دې څخه ۴۱۰،۰۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ!