برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یووظیفوي غفلت او څلویښت کلن بحران

په لوړ انځور کې د سپینو جامو څښتن حفیظ الله امین دی. ورسره ناست جګړن عبدالغني د داخله وزارت یو افسر دی، څو تنه پولیس هم ښکاري. دا انځور د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په شپږمه شپه د حفیظ الله امین د نیولو او کور د تلاشي کولو په وخت اخیستل شوی دی.


کیسه له هغه ځایه راپیلیږي چې د کمونیستانو په ملاتړ واک ته رسیدلی داود خان له شرقي بلاک او کمونیزم څخه مخ اړوي. د ایران، سعودي او نورو امریکا پلوو هیوادونو سفر کوي، له برژنیف سره خوا بدوي او په وطن دننه هم د کمونیستانو د ځپلو لپاره اقدامات پیلوي.
شورویان چې د داود خان دا حرکات یې څارل د بالمقابل اقداماتو په لړ کې یې لومړی د خلق او پرچم کمونیستي ګوندونو تر مابین اتحاد راووست. متحدو کمونیستانو له کودتا څه کم یو کال وړاندې د ۱۳۵۶ لمریز کال په جوزا کې د کابل فاضل بیګ سیمه کې د اسدالله سروري په کور کې پټه غونډه وکړه. په غونډه کې وویل شول چې داود خان به ضرور خلقي او پرچمي مشرانو ته لاس اچوي. که د ګوند مشران ونیول شول، نو بیا پریکړه د ګوند د نظامي مسؤلینو په لاس کې ده او هر ډول اقدام یې چې وکړ هغه به قابل قبول وي.
په مجلس کې جنرال عبدالقادر، حفیظ الله امین او اسلم وطنجار د کودتا په پلان هم سره وغږېدل، اسلم وطنجار چې د قوای زرهدار جګړن و، یوه نقشه یې وایسته او ویې وویل ۱۶ ټانګونه راسره دي او په دې موقعیتونو به یې وکاروم. له دې غونډې نږدې یو کال وروسته د ۱۳۵۷ لمریز کال په حمل کې د ګوند یو مشر میر اکبر خیبر ووژل شو.حفیظ الله امین چې د ګوند نظامي مسؤل و، په پوځ او امنیتي لیکو کې یې خپلو کسانو ته د ( تیارسئ) امر وکړ .
څو ورځې وروسته چې د ګوند مشرانو د حکومت خلاف توندې مظاهرې او خبرې پیل کړې، د ثور په پنځمه د ګوند د مشرانو د نیولو لړۍ پیل شوه. د تره کي، کارمل او نورو په شمول اکثره مشران ونیول شول او توقیف خانې ته انتقال شول. د داخله وزارت یو افسر جګړن عبدالغني چې په لوړ انځور کې ښکاري وظیفه یې درلوده چې حفیظ الله امین ونیسي او توقیف خانې ته یې واچوي.هغه د ثور د شپږمې په شپه دحفیظ الله کور ته ورغی، د هغه کور او بکسونه یې تلاشي کړل، خو د دې په ځای چې امین له ځان سره توقیف خانې ته ورسوي، تر سهاره یې په خپل کور کې نظر بند کړ.
د جګړن عبدالغني دا اشتباه چې امین یې په شپه کې بندي نه کړ بلکې تر سهاره یې فرصت ورکړ د لویو بدمرغیو پیلامه شوه، ځکه د همدې شپې په سهار وختي امین خپل زوی عبدالرحمن ته یو کوچنی خط ورکړ چې د ګوند د مرکزي کمیټې غړي سید محمد ګلاب زوی ته یې ورسوي. دا خط په اصل کې د ګوند د نظامي مسؤل حفیظ الله امین لخوا د کودتا فرمان و، سید محمد ګلاب زوی د ثور د شپږمې له سهاره بیا د شپې تر یوې بجې پورې په اردو او ټولو ادارو کې خپلو کسانو ته د سبانۍ کودتا پیغام ورساوه. د ثور په شپږمه حفیظ الله امین توقیف خانې ته واچول شو، خو په داسې حال کې چې هغه سهار وختي لا د کودتا فرمان جاري کړی و.
د ثور په اوومه نیټه کودتا پیل شوه، د ځمکنیو عملیاتو مشري د اسلم وطنجار او د هوایي بریدونو مشري د جنرال عبدالقادر په غاړه وه، سهار د زرهدارو له څلورمې قوا څخه ګڼ شمیر ټانګونه د کابل ښار په خوا وخوځیدل او شیبه وروسته په دفاع وزارت، ارګ، هوایي ډګر او نورو مهمو دولتي ودانیو د توپونو ګوزارونه او هوایي بریدونه پیل شول.
تر اوسه دا خبره د تاریخ معما ده چې حفیظ الله امین په داسې حال کې چې د دولتی عسکرو تر څارنې لاندې و او کور یې محاصره و، څرنګه وتوانید چې له همدې موقعیت څخه د کودتا فرمان صادرکړي. ځینې کسان ګومان لري چې جګړن عبدالغني خپله کمونیستي تمایلات درلودل او حفیظ الله امین ته یې فرصت ورکړ چې د کودتا فرمان صادر کړي. اما جګړن عبدالغنی د جنرال عمرزي په مستعار نوم یې د ( شب های کابل) په نوم کتاب لیکلی، دا خبره رد کړې چې هغه قصدا امین ته د فرمان د صدرو فرصت ورکړی. جګړن عبدالغني وایي تر سهاره یې د امین ډیر ټینګ نظارت کړی او هیڅ پوه شوی نه دی چې امین څنګه دغه فرمان قاچاق او د ګوند تر نورو غړو ورساوه.په هر حال
که جګړن عبدالغني د نورو کمونیستي رهبرانو په شان حفیظ الله امین هم له نیولو سمدستي وروسته توقیف خانې ته رسولی وای او یا یې د هغه ټینګ نظارت کړی وای. نو د ګوند د رهبرۍ او عامو اعضاوو تر منځ اړیکه قطع کیدله او بیا شاید وطنجار چې د ګوند ټیټ رتبه غړی و په خپل سر یې د کودتا جرأت نه وای کړی. چې له امله به یې د ثور کودتا هم نه کیدله او دغه اوږدې غمیزې به نه رامنځته کیدلې. خو د جګړن عبدالغني وظیفوي غفلت هیواد په څلویښت کلنو غمیزو واړاوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي