برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د وینا بشپړ متن

آریانانیوز: د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د دولسو هېوادونو غونډه وه، چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او غړي هم ورغلي وو، خو د ګډ حکومت چارواکو په دغه ناسته کې له ګډون څخه انکار کړی و او يوازې د سولې شورا يو پلاوی ورغلی و.


په دغه غونډه کې لومړی د روسيې د بهرنيو چارو وزير خبرې وکړې او ويې ويل چې د ماسکو ناسته يې د افغانستان د قضيې د حل له پاره خبرو اترو ته د زمينې برابرولو په موخه جوړه کړې ده.
په دغه غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر پنځه کسيز هیئت هم برخه اخيستې وه او غونډې ته يې د اسلامي امارت په استازيتوب د افغانستان د قضيې په اړه خپل دريځ څرګند کړ او په دې غونډه کې يې د افغانستان په بيلابيلو موضوعاتو تفصیلي وينا کړې ده.
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده ونصلي علی الرسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین أما بعد:
تر هر څه د مخه له ټولو ښاغلیو او آغلیو ګډونوالو څخه مننه کوم او کور ودانی ورته وایم چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان او مظلوم افغان ولس د ستونزو د هواري په اړه د بحث او نظر شریکولو لپاره دلته سره راغونډ شوي، په ځانګړي ډول د روسیې د فدراسیون د حکومت څخه مننه کوو چې پخپل هیواد کې یې ددې مهمې ناستې لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دي.
اوس غواړم چې د خپل ګران هیواد د روان وضعیت په هکله ددې ناستې له ګډونوالو سره معلومات او د امارت موقف شریک کړم.
په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو د غمیزو او جګړو د دوام عوامل:
زمونږ ګران هیواد، مسلمان او مجاهد ولس د تیرو څلورو لسیزو را په دیخوا د اور په لمبو کې سوزي، مادي او معنوي هستۍ یې تالا او ترغه شوې، د پرمختګ مخه یې نیول شوې، په سل هاوو زره خلک بې کوره شوي، فقر او مسکنت بل هغه لوی مصیبت دی چې د جګړو له امله افغان ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، د دې ټولو ناخوالو بنسټیز لامل د بهرنیانو لاسوهنې او یرغلونه دی،
د یادونې ده چې افغان مجاهد ولس د تاریخ په اوږدو کې د هر یرغل په وړاندې خپلې مشروع دفاع ته مخه کړې، چې اوس هم د اوسني یرغل په وړاندې له اولسو کالونو راهیسې د اسلامي امارت تر زعامت لاندې جریان لري.
له بده مرغه کله چې امریکې په تشو بهانو سره پر افغان مظلوم ولس یرغل وکړ، په نتیجه کې یې د یو اسلامي نظام په ړنګولو سره د افغانانو سوله ایز ژوند او امنیت په ناآرامیو بدل کړ، هیواد یې اشغال کړ، په سلهاوو زره افغانان یې شهیدان، په سلهاوو زره یې بې کوره کړل، کلي او کورونه یې وران کړل، د ولس تر منځ یې سمتي، قومي، نژادي، مذهبي، او ژبني تعصبونه را وپارول.
د اسلامي او ملي ارزښتونو په له منځه وړلو سره یې اخلاقي، اداري، اجتماعي او فکري فسادونو ته لاره هواره کړه. د کیمیاوي ممنوعه وسلو په استعمال سره یې نه یوازې دانسانانو بلکې د چاپیریال په ککړولو سره د حیواناتو ژوند هم له ګواښونو سره مخ کړ. د هیواد حاصل خیزه ځمکې یې شنډې او پاکه هوا یې ملوثه کړه. هیواد یې یو ځل بیا د مخدره توکیو په مرکز بدل کړ، چې له امله یې متاسفانه د ولس تر ۱۰٪ زیات وګړي په نیشه یې توکیو روږدي شول، دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال په ټول هیواد کې د معتادینو شمیر له څو زرو زیات نه ؤ.
نه یوازې دا بلکې هیواد یې د نړیوالو استخباراتو په ځاله بدل کړ. د خلکو تر منځ یې بې باوري او بې اعتمادي را منځ ته کړه. دا هسې یو څو بیلګې دي، که نه د یرغل په پایله کې چې کومې ستونزې او غمیزې زمونږ په هیواد کې را ټوکیدلي او ولس ور سره لاس او ګرېوان دی ډېر زیات دي.
اوس به راشو چې څنګه ددې غمیزې څخه د افغانستان بیوزله ولس راوباسو.
سوله:
• د سولې اړتیا:
سوله د هرې ټولنې لومړۍ اړتیا ده، په تیره بیا د مظلومو افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده، له سولې پرته آرام ژوند او اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی، یوازې په سوله کې ولسونو او هیوادونو پرمختګ کړی، لاکن سوله یوازې په ویناوو او شعارونو منځ ته نه راځي، لکه په تیره یوه نیمه لسیزه کې چې د پروژې په توګه استفاده ترې شوې ده، بلکې کلکې ارادې او ښکاره عمل ته اړتیا لري، هر چیرې چې د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، ظاهره ده چې هلته به سوله له منځه ځي او ځای به یې جنګونه او جګړې نیسي.
جنګ د افغانستان په اسلامي امارت او افغان ولس تپل شوی دی؛ ځکه چې هیواد یې اشغال شوی، او اشغالګرو یو اسلامي خپلواک نظام له منځه وړی، نو تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له منځه لاړ شي چې په افغانستان کې د سولې له منځه تګ او د جګړې د دوام باعث ګرځیدلي دي.
• د سولې لپاره مقدماتي اقدامات:
مخکې له دې چې د سولې خبرې پیل شي، باید ځینې مقدماتي ګامونه پورته شي، چې هغه د سولې لپاره ضروري دي او د اعتماد سازي برخه ده لکه:
• تورلیست ختمول:
د سولې پروسه او تورلیست دوه متضاد مفاهیم دي، چې یو له بل سره اړخ نه لګوي؛ نو په کار ده چې دغه بې بنیاده تورلیست او د جایزې لیست چې د خپلو ګټو لپاره د فشار په توګه کارول کيږي ختم شي، تر څو د اسلامي امارت استازي وکولای شي پرته له ستونزو د سولې اړوند خبرو کې په بیلابیلو ځایونو کې برخه واخلي.
دا هم ضروري ده چې د سولې دواړه خواوې په آزاده فضا کې چې د دوی طبیعي حق دی او د هر ډول فشار پرته، د سولې پروسه پر مخ بوزي، نه دا چې یو لوری په تور لیست کې وي، او بل لوری آزادي ولري، دغه بې انډوله پروسه نه پرمخ تلی شي او نه مطلوبه نتیجه ورکوي.
• د بندیانو آزادول:
د مجاهدینو او د بې ګناه افغانانو نیول او زندانونو ته اچول د سولې ضد عمل دی، امریکا او د دوی تحت الحمایه رژیم په لسګونو زره افغانان او مجاهدین په خپلو پټو او ښکاره زندانونو کې اچولي او له هغوی سره د ټولو قوانینو خلاف ناوړه او بد چلند کوي، دا څنګه کیدای شي چې یو څوک دې له یو طرف نه د سولې چیغې وهي او له بل طرفه دې داسې ناوړه او غیر قانوني کړنې ترسره کوي؟ دا په خپله د سولې اړوند یو مانع دی،‌ د واقعې سولې راتلو او فاصلې کمولو له پاره باید جانب مقابل د اسلامي امارت مجاهدین او عام بې ګناه افغانان چې له مجاهدینو سره د تړاو په تور زندانونو کې دي، آزاد کړي.
• په رسمي توګه د دفتر پرانیستل:
د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي د سولې لپاره ضرورت دی، اوس د خبرو د ځای په توګه د افغانستان اسلامي امارت ښکاره او رسمي ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی، نشته، باید ووایو د سولې اړوند منظم مجلسونه یوازې د دفتر په شتون کې ترسره کیدای شي، دفتر د دې لپاره هم ضرور دی چې د سولې اړوند مطبوعاتي بیانونه ورکړي، د خلکو پوښتنو ته د یوه مسئول جهت په توګه ځواب ووایي او د ولس او نړیوالو انديښنې لیرې کړي، همداراز د سولې ضد کړیو ته به دا بهانه په لاس نه ورځي چې د اسلامي امارت رسمي ادرس نه دی معلوم.
• د افغانستان اسلامي امارت په خلاف زهرجن تبلیغات بندول:
ټولو ته جوته ده چې د اشغالګرو په ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت خلاف پراخه زهرجن تبلیغات کیږي، په اسلامي امارت پورې بې بنیاده تورونه پورې کیږي ، چې دا په خپله د سولې د پرمختګ مانع ګرځي، ځیني استخباراتي کړۍ ناوړه پیښو ته لاس اچوي، مثلا: پلونه الوزوي، د ښوونځیو په شاګردانو تیزاب پاشي، د سرک تر غاړې په ملکي موټرونو چاودنې کوي، اختطافونه او داسې نور جنایات تر سره کوي کوي، او بیا په پټو سترګو دغه پیښې د اسلامي امارت په خلاف د تبلیغاتو لپاره د خامو موادو په توګه استعمالوي، او هغه نتایج هم نه اعلانیږي کله چې د تحقیقاتو په پای کې ثابته شي چې دغه ډول ناوړه اعمال د اسلامي امارت د مجاهدینو نه بلکې د استخباراتي کړیو دي، دا ځکه چې دوی فکر کوي په دې ډول به د افغانستان اسلامي امارت له ولس او نړۍ څخه منزوي کړي، نو دغه زهرجن او بې بنیاده تبلیغات باید د سولې په خاطر و درول شي؛ ځکه د داسې زهرجنو تبلیغاتو په څپو کې حقیقت او سوله دواړه قرباني کیږی.
د سولې په وړاندې خنډونه:
• اشغال
د واقعي سولي لپاره باید د ولس ارادې ته غاړه کیښودل شي، اشغال پای ته ورسول شي، ځکه تاریخ ثابته کړې چې افغان ولس هیڅ وخت اشغال ته غاړه نه ده ایښې، اشغال د ټولو غمیزو مور ده، په افغانستان کې سوله او د خارجي قواوو وتل یو له بل سره تړلي دي؛ ځکه چې د خارجي قواوو وتل د سولې لپاره عملي زمینه برابروي، خو متاسفانه لا تر اوسه سوله په افغاستان کې د یو تکتیک په توګه کارول شوې او دا د ولس په سترګو کې خاورې اچول دي.
موږ وینو چې امریکا او ځینې ملګري یې کوشش کوي د واقعي سولې په ځای د افغانستان اسلامي امارت تسلیمۍ ته اړباسي، دوی فکر کوي چې لومړی باید اسلامي امارت په نظامي ډګر کې کمزوری کړي، بیا به یې د قوي دریځ څخه سولې ته مجبور کړي؛ خو دا یوازې ځان تیر ایستل دي چې له ځمکنیو حقایقو سره اړخ نه لګوي، د اسلامي امارت تر شا افغان مجاهد ولس ټینګ ولاړ دی، یرغلګر او انډیوالان یې باید ومني چی د نړۍ هیڅ متجاوز قوت ولسي قوت له مینځه نشي وړلای، او نه ستونزه په بې مسولیته کړنو او غیر واقعي استراتیژیو هوارېږي، اصلي خبره دا ده چې د سولې لپاره پخې ارادې او په واقعیتونو ولاړې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې په هغې کې د اشغال خاتمه مهم جزء دی.
• د یوه اسلامي خپلواک نظام نه شتون:
په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره باید د داسې افغان شموله خپلواک اسلامي نظام په رامنځته کیدو توافق وشي چې افغانانو ته د منلو وړ او د اسلامي او افغاني ارزښتونو څرګندوی وي؛ ځکه چې اسلام د افغان ولس دین او د هیواد د اقتصادي ترقۍ، اجتماعي عدالت او ملي یو والي ضامن دی.
• د سولې د توافقاتو د تضمین نه شتون:
د سولې پروسه تضمین ته اړتیا لري؛ ځکه د دې پرته د سولې د توافقاتو مادې په سمه توګه نشي پلې کیدای، لهذا ملګري ملتونه،‌ لوی قوتونه، داسلامي کنفرانس غړي او تسهیلاتو برابروونکي هیوادونه باید د توافقاتو د عملي کیدو تضمین وکړي.
• فعلي اساسي قانون:
اساسي قانون د هر هیواد لپاره مبرم ضرورت دی؛ ځکه چې له هغه پرته د ولس او هیواد د پرمختګ چارې له ګڼو ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ کیږي، د اساسي قانون له لارې د افغانستان د هر وګړي شخصي، مدني او سیاسي حقوق تنظیمیږي، د حکومت او ولس په مینځ کې د اړیکو څرنګوالی روښانه کوي، د حکومتي درې ګونو قواوو پر توازن رڼا اچوي، تشکیلات او واک مشخصوي، په مجموع کې د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په اړه تګلاره ټاکي.
د كابل ادارې موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی؛ ځکه چې د غرب څخه کاپي شوی، او د اشغال تر سیوري لاندې د افغانستان په مسلمانې ټولنې تپل شوی دی، نه د افغانانو غوښتنو ته ځواب ویلای شي، او نه عملي کیدای شي؛ ځکه چې مواد یې په خپلو کې متضاد او مبهم دي، خپله د کابل ادارې د لوړ پوړو چارواکو له خوا په پرله پسی ډول نقض کیږي، بلکې فعلي اداره خپله د اساسي قانون خلاف ده؛ لهذا اوسنی اساسي قانون په فعلي بڼه د سولې په وړاندې یو لوی خنډ دی.
له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د خپل ګران هیواد او غیور ولس د پرمختګ، هوسا ژوند او د چارو د بهبود لپاره یو داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، انساني کرامت، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هیوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي .د داسې اساسي قانون مسوده باید د حریت په آزاده فضا کې د افغاني علماوو او پوهانو لخوا ترتیب شي.
• د امریکې له خوا د سولې پر ځای د جګړې پاليسۍ ته ادامه ورکول:
سوله ایز مذاکرات او سوله هغه جملې دي چې د اشغالګرو له خوا تل تکراریږي؛ خو په عملي ډول هر وخت د سولې د خبرو په ځای په سلګونو ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کیږي، او ددې لپاره د امریکې وروستۍ تګلاره یو ښه او روښانه دلیل دی، ددې پر ځای چې د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي، د افغان ولس ارادې ته غاړه کیږدي، اشغال پای ته ورسوي، بر عکس نور عسکر یې راولیږل، او د افغان ولس د هر ډول ځورولو او وژلو بي قیده اختیارات یې ور کړل، د خلکو په کورونو یې شپني عملیات بیا پیل او بمبارۍ یې زیاتې کړې، چې په نتیجه کې ملکي تلفات څو چنده زیات شول، د نورو نویو پروژو په رامنځ ته کولو او عملي کولو یې د افغانستان او سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن کړ، د سیمې او نړۍ د هیوادونو اندېښنې او تشویشونه یې زیات کړل، دا ټول ښيي چې دوی د سولې لپاره نیت نه لري، بلکې د افغان ولس په وژلو او د هیواد په ورانولو کې خپلې ګټې لټوي. او متاسفانه چې دا هر څه د کابل ادارې په مټ او مرسته تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت وخت په وخت په خورا صراحت سره ویلي چې په جنګونو او جګړو، زر او زور د افغانستان ستونزې نه شي هوارېدی، یوازینۍ لاره چې ستونزې پرې هوارېږي د اشغال خاتمه او افغان ولس خپل برخلیک ټاکلو ته پرېښودل دي.
د یادونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت مخکې هم ویلي او اوس یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په صراحت سره اعلانوي چې مونږ تیار یو د هیواد د اشغال پای ته رسولو په منظور له امریکا سره مخامخ خبرو ته کینو، او د اړونده موضوعاتو په اړه ورسره بحث وکړو. او له دوی څخه غواړو چې د زور او جګړو په ځای د عقل او منطق غږ ته لبیک ووايي، نور زموږ د هیواد له ورانولو، د هیوادوالو له وژلو او هم د خپلو زامنو له بې هدفه وژلو څخه لاس په سر شي. د افغان ولس ارادې ته درناوی وکړي، او خپل برخلیک ټاکلو ته یې پرېږدي.
د افغانستان اسلامي امارت د تفاهم او مذاکراتو دروازه پرانیستې پریښې. د اسلامي امارت سیاسي دفتر د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل ته د رسیدو لپاره د امارت د یوازنۍ مرجع په توګه فعالیت لري.
د ځینو مهمو موضوعاتو په هکله د افغانستان د اسلامي امارت موقف:
د روان کال د کوچني اختر درې ورځنی اوربند:
د تیر کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت له خوا درې ورځنې اوربند څرګنده کړه چې په ټول افغانستان کې د یرغل په وړاندې د اسلامي امارت په بڼه کې یو واحد قوت وجود لري اوپه نظامي او ملکي لیکو کې یې مکمل نظم موجود دی، ټول تر یوې قوماندې لاندې دي او د خپلو مشرانو د اوامرو کلک اطاعت کوي. په هیواد کې د شلو ډلو شتون هسې بې بنیاده تبلیغات و.
همداراز، د سولې دښمنانو د ادعا په خلاف دا هم ثابته شوه چې روانه جګړه بین الافغاني جګړه نه ده بلکې دا د یرغل په وړاندې د افغان ولس وسله وال مقاومت دی. افغانان پخپلو کې ستونزه نه لري . بهرنی اشغال اصلي ستونزه ده. ترڅو چې خارجي عسکر په افغانستان کې شتون ولري، ترهغو به دا جګړه دوام کوي. له همدې امله په افغانستان کې د سولې تأمین لپاره د بهرنیو عسکرو وتل اړین دی.
د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کول:
د افغانستان اسلامي امارت د خپل هیواد د خپلواکی لپاره مشروع هلې ځلې کوي چې دا د افغان مسلمان ولس طبیعی او انساني حق دی. د خپل هیواد آزادي غوښتل او هلته د خپل ولس د عقیدې مطابق اسلامي نظام جوړول په هیڅ قانون کې ترهګري نشي ګڼل کیدای. غواړو ووایو چې موږ په نورو هیوادونو کې د تخریبي اعمالو اجنډا نه لرو. په تیرو اوولسو کلونو کې موږ دا عملأ ثابته کړې چې په نورو هیوادونو کې مو هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. همداراز، بل چاته هم اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د ګاوندیو هیوادونو په ګدون د نورو هیوادونو په خلاف استعمال کړي. زموږ ترجیح دا ده چې د افغانستان مسئله له سولیزي لارې حل کړو. امریکا باید اشغال ختم کړي او د افغانستان ولس ته د خپلې عقیدې سره سم د حکومت جوړونې په ګډون د هغوی په مشروع حقوقو قائل شي. له خپلواکی وروسته، موږ غواړو د ګاونډیانو په ګډون د نړی له هیوادونو سره مثبت او تعمیري اړیکې ولرو او د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې د هغوی مرستو ته هرکلی وایو.
همداشان غواړو د سیمې او نړی په ثبات او سوله کې رغنده رول ولوبوو.
د مخدره موادو د قاچاق او کښت مخنیوی:
د اسلامي امارت د علني واکمنی په وخت کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی و او د افغانانو په منځ کې پر هیرویینو د معتاد کسانو کچه بلکل د نشت برابر وه. خو په افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته د کوکنارو د کرل شوي ځمکې مساحت ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې ته رسیدلی او د ۱۷ کلن اشغال تر سیوري لاندې اوس په افغانستان کې د معتادینو شمیر تر ۳ ملیونو کسانو لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو له نشه یې توکو سره د مبارزې سازمان راپور له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳ سلنه لوړ شوی دی چې د تولید شویو نشه يي توکو پیمانه ۹۰۰۰ میټریک ټنو ته رسیدلی ده.
د اسلامي امارت پالیسي د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د قاچاق مخنیوی دی. که په افغانستان کې جګړه ختمیږي، د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی چې په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو قاچاق صفر ته راټیټ کړي او پدې برخه کې له ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره مرستې او هماهنګۍ ته آماده دی.
د ملکي تلفاتو مخنیوی:
مونږ ګورو چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د روانې تپل شوې جګړې له امله د ملکي تلفاتو کچه مخ په زیاتیدو ده، د خپل ولس دغه حالت نه یواځې مونږ بلکې هر با احساسه افغان ډیر ځوروي، افغان ولس زمونږ وجود او تن دی او په تلف یې زمونږ خپل وجود ته تاوان رسیږي.
حتی زموږ زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ هبة الله اخندازاده حفظه الله په اختریزو پیغامونو کې مجاهدینو ته جدي لارښوونې کړې چې په کومه سیمه کې د ملکي تلفاتو اندېښنه وي هلته باید د عملیاتو څخه ډډه وشي. ددې علاوه، اسلامي امارت پخپلو تشکیلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په نامه مستقله اداره تأسيس کړې ده چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره کار کوي، او په ھر ولايت کې خپل نماينده ګان لري چې پيښې له نږدې څخه په دقت څيړي. دغه اداره د کال په اوږدو کې څو وارې د ملکي تلفاتو په اړه مؤثق راپورونه نشروي.
ډیری وختونه اسلامي امارت خپل عملیات له دې امله ځنډولي چې هلته د ملکي تلفاتو اندېښنه وي، خو امریکایان او ددوی ملګري په ملکي کورونو د شپې چاپې وهي، ړندې بمبارۍ کوی او په ملکي سیمو درنې وسلې استعمالوي او حتی د ښارونو څخه خلک په اشتباه نیسي او بیا یې تر تعذیب او شکنجو لاندي وژني. اوس د امریکې د نوې پالیسی سره بمبار او شپني عملیات نور هم ډیر شوی چې ورسره د ملکي تلفاتو ګراف هم لوړ شوی خو ډیرې رسنۍ بیا داسې خبرونه، نه نشروي او دغه ډول پیښې بې ثبته پاتې کیږي. ځینې رسنۍ او جهتونه کوښښ کوي چې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین پټ کړي، چې دا کار نور هم مرتکبینو ته جرأت ورکوي چې خپلو جنایاتو ته ادامه ورکړي.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وایی چې د دوی څیړنې موندلې چې په روان ۲۰۱۸ کال کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو بمباري په بیسارې ډول زیاته شوی ده او د همدې کال په لومړی دریو میاشتو کې یې دوولس سوه بمونه غورځولی دي. د ۲۰۱۸ کال د اپریل په دویمه نیټه یې د یوې بیرحمانه هوایي برید په نتیجه کې ، د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په یوه مدرسه کې ۱۰۰ تنه د قرآن کریم تنکي حافظان شهیدان او سل تنه نور ټپیان کړل. دا دداسې دردوونکو پیښو یوه نمونه ده. کنه نو په تیرو اولسو کلونو کې دغه شان په سلګونو پیښی شوې چې یا د خلکو کورونه او یا تعلیمي مراکز په نښه شوي دي.
اسلامي امارت د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره لاندې عملي اقدامات کړي او کوي یې:
۱: د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په منظم ډول مجاهدینو ته د علماوو له خوا لارښوونې کیږي او په دې هکله باقاعده سیمینارونه دائریږي.
۲: د مجاهدینو لیکو ته وخت په وخت هیئتونه ځي تر څو د ملکي تلفاتو پیښې وڅیړي او مرتکبین یې محاکمه کړي.
دا هم باید ووایو چې اسلامي امارت د عام المنفعة تاسیساتو جوړول او ساتل د خپل هیواد او هیوادوالو د هوسا ژوند لپاره یو مبرم ضرورت بولي. پلونه، تونلونه، د اوبو بندونه، بریښنا کوټونه، د بریښنا د انتقال مراکز، د کانونو د استخراج او د نفتو د تصفیې مراکز، او سامان الات یې، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي، پوهنتونونه، صحي مراکز، کلینیکونه، روغتونونه، او داسې نور عام المنفعة ځایونه اسلامي امارت بیت المال او د ولس مشترک مال ګڼي او ساتنه یې خپله
وجیبه بولي. موږ دیني او عصري زده کړې د ټولو افغانانو او افغاني ټولنې د کامیابی لپاره اړینې بولو.
بشري مرستې:
د افغانستان اسلامي امارت که له یوه اړخه د هیواد د خپلواکۍ لپاره په مبارزه بوخت دی له بله اړخه د امارت تر کنترول لاندې ساحو کې د هیوادوالو د امنیت، خوندیتوب او سوکالۍ په اړه هم جدي ګامونه پورته کړي دي.
روان وضعیت ته په کتو سره افغان ولس تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته ضرورت لري، ددغه ضرورت د پوره کولو لپاره اسلامي امارت نه یوازې دا چې د بشري مرستو په رسولو کې د بشر دوسته هیوادونو، ملګرو ملتونو ادارې، نړیوالو مؤسساتو، ملي سوداګرو او نورو بشري بنسټونو امنیت ته ځان ژمن بولي بلکې په دوی باندې غږ کوي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د افغانستان اسلامي امارت په ساحو کې مستحقو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
اسلامي امارت د خپل کنترول لاندې ساحو کې ددوی د بشري فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړې ده، چې تر ټولو ښه دلیل یې دا دی چې د افغانستان د اسلامي امارت محترم زعیم د تیر کال په اختریز پیغام کې په مؤسساتو باندې غږ وکړ چې د اسلامي امارت د کنترول لاندې ساحو ته راشي، مونږ یې د امنیت تضمین کوو.
د ښځو حقوق
اسلامي امارت ښځه د مسلمانې ټولنې معماره بولي او د ښځو ټولو هغو حقوقو ته قایل دی چې د اسلام مقدس دین ورکړي دي.
اسلام ښځو ته ټول بنیادي حقوق، لکه د تجارت او د ملکیت، د میراث، د تعلیم، د کار، د خاوند د اختیار، د امن، د صحت، او د ښه ژوندانه حق ورکړی دی. همداراز نبي کریم علیه الصلاة و السلام د ژوندانه په اخري لحظاتو کې د ښځو په اړه د ښه چلند توصیه وکړه چې دا ټول هغه موارد دي چې ښځه یې د جاهلیت د دودونو د وحشتناکو کندو څخه راوویستله او د معرفت، اخلاقو او عزت لوړو مرتبو ته یې ورسوله.
په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې د ښځو دحقوقو په وړاندې د اشغال له امله ګڼې ننګونې شته دي، ښځې د ډیرو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي، د ښځو د حقوقو نارې وهونکو په افغانستان کې ۱۷ کاله تیر کړل، په دې موده کې په ملیاردونو ډالر افغانستان ته راغلل خو اوس هم افغانستان د نړی په کچه لومړی هیواد دی چې د صحي مراکزو د نه شتون له کبله د اولاد زیږدنې پر وخت زیاتې ښځې مري، اوس هم زمونږ هیواد کې د کیمیاوي بمونو د استعمال له کبله تر بل هر ځای زیات مشوه او معیوب ماشومان زیږول کیږي، اوس هم افغانستان د نړی په کچه د لومړیو هیوادونو څخه دی چیرې چې د ښځو اوسط عمر یوازې ۴۵ کاله دی، د نړی په کچه د لومړیو هیوادونو څخه دی چېرې چې تر یو ملیون زیاتې ښځې کونډې دي، د ښځو په نامه راوړل شوي او مصرف شوي لګښتونه ټول په اداري فساد کې بیرته د ښځو د حقوقو د نارې وهونکو جیبونو ته تللي دي.
د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې د فحشا، بې حیایۍ او غیر اسلامي کلتورونو د رایجولو لپاره کار شوی. د غربي او غیر اسلامي او غیر افغاني سریالونو خپرول، اخلاقي جرمونو ته لاره هوارول او افغاني عنعناتو پایمالولو ته ښځې تشویقول نور هغه موارد دي چې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې په افغاني معاشره باندې تپل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له پیله د ښځو د حقوقو په هکله ډیره واضحه او شامله تګلاره لري، لکه څنګه چې اسلام او بیا افغانیت د افغانستان د مجاهد ملت دوه ستر ارزښتونه دي نو اسلامي امارت هم د اسلام او افغانیت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقوقو ته ځان ژمن بولي. د اسلامي امارت تګلاره دا ده چې د ښځو حقوق په داسې ډول خوندي شي چې نه د هغوی روا حقوق تر پښو لاندې شي او نه یې انساني کرامت او اسلامي او افغاني ارزښتونه له ګواښ سره مخ شي. همداراز اسلامي امارت ژمن دی چې د ښځو په خلاف ټول هغه ناروا رواجونه او دودونه چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کوي او د اسلامي اصولو سره سمون نه لري له منځه یوسي او د ښځو لپاره مصؤن چاپیریال وړاندې کړي.
صحت
د افغانستان اسلامي‌ امارت د صحت لپاره یو مستقل کمیسون لري چی په ټول هیواد کې په فعالیت بوخت دی. ‌ دغه کمیسون په هر ولایت او هره ولسوالی کی خپل نماینده لري تر څو له یوه اړخه د امارت خپلې داخلي‌ صحي چارې پر مخ
بوځی اوله بله اړخه، د صحي خدماتو وړاندې کوونکو ټولنو او مؤسسو سره همکاري وکړي او د هغوی امنیت خوندي کړي.
اسلامی امارت هر وخت په مخامخو لیدنو کې او همداراز د مطبوعاتو له لارې نړیوالو ته دا پيغام ورکړی چې د صحت کارکوونکي دوی بې پرې ګڼي،‌ په جګړه کې د ټپي‌ شویو ملکیانو او د طرفینو ټپيان باید ټول له کوم توپیر پرته روغتون ته ورسول شی او تداوي‌ یې وشي،‌ په دې لړ کې اسلامی امارت نړیوالو صحي مؤسساتو، لکه د سره صلیب،‌ ایمرجنسی او بی سرحده ډاکټرانو سره تفاهم لري. اسلامی امارت تل د بشري مرستندویه ادارو او حقوق بشر د ادارو څخه غوښتي چې د کابل اداره او بهرني‌ ځواکونه هم دې ته اماده کړي چی د اسلامي امارت په شان د ټپيانو او بندیانو سره ورته چلند وکړي.
اسلامی امارت تر خپله وسه هڅه کړې چې په خپلو سیمو کې روغتونونه او کلینکونه جوړ کړي، صحي پرسونل ورته اماده او وروزي، خو متأسفانه چی اشغالګر یې د ځان لپاره مشروع هدف بولي او تل یې بمباروي، چی له امله یې څو ځله زمونږ پر روغتونونو چاپې اچول شوي، بمبار شوي او حتی زمونږ په سیمو کې د نورو مؤسسو په مرسته چلیدونکي روغتونونه او کلینکونه بمبار شوي دي. په کندز ولایت کی د بی سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمبار او دوردګو ولایت کې پر روغتون باندې چاپه یې ښکاره مثالونه دي.
اسلامی امارت د ټولو اړخونو د صحي او تعلیمي پرسونلو د خوندیتوب په اړه اعلامیې خپرې کړي او مجاهدینو ته یې توصیې کړي چې نه یوازې دا چې دا خلک هدف ونه ګرځوي بلکې امنیت یې تأمین کړي تر څو خپل کار په ښه توګه وکړای شي، خو متأسفانه چی اشغالګر زمونږ روغتونونه هدف ګرځوي،‌ امبولانسونه مو په نښه کوي،‌ د نورو مؤسسو د امبولانسونو څخه زمونږ ټپيان کښته کوي،‌ په روغتون کې زمونږ تر علاج لاندې ټپيان بندیانوي او زمونږ په بندي ملګرو باندی د رنګا رنګ شکنجو سربېره د هغوی معمولي تداوي هم نه کوي.
اسلامی امارت له دې فورم څخه یو ځل بیا ټینګار کوي چی اسلامي امارت تل په صحي برخه کی د خپلو هیوادوالو ټولو حقوقو ته ځان ژمن بولي او تر خپل وسه هڅه کوي چې هغوی ته ټول صحي خدمات په ښه توګه ورسوي. همداراز د حقوق بشر په ادارو غږ کوي چې اشغالګر او د کابل اداره هم دې ته مجبوره کړي چې بشري‌ حقوقو ته په درناوی ، د اسلامي امارت تر کنترول لاندې روغتونونه په نښه نه کړي‌ او د بهرنیو مؤسسو څخه تمه لري‌ چی ټولو افغانانو ته په یوه سترګه وګوری او خپل خدمات ورورسوي، بلکی د اسلامی امارت تر ولکې لاندی سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې د ښاري سیمو په پرتله په کلیوالو سیمو کې د خلکو اړتیاوې زیاتې دي.
اسلامی امارت د ملګرو ملتونو, د صحت د نړیوال سازمان او نورو صحي مؤسسو سره پوره همکاري لري او دغو همکاریو دوی ته زمینه مساعده کړې چې د افغانستان په ټولو برخو کې خپل کارونه په ښه توګه ترسره کړي. په دې لړ کې د پولیو او نورو واکسینونو پروګرامونه چې د افغانستان په ډیرو برخو کې د اړوندو مؤسساتو سره د اسلامي امارت په مستقیمه همکاري پرمخ بیول کیږي د یادونې وړ دي.
د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بیا د صحت اړوند ټولو مؤسساتو او ادارو ته د همکارۍ په اړه پوره ډاډ ورکوي.
په پای کې زه له ټولو ګډونوالو څخه مننه کوم چې د افغانستان د اوسني ناورین په هکله یې زمونږ نظر او موقف توجه سره واوریده. مننه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي