د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به د لیندۍ په ۱۲مه او ۱۳مه په تهران کې د اکو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان ګډون د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا فرصت بلل کېږي، خو دا سفر داسې مهال کېږي چې پاکستان د اکو یوې بلې غونډې ته د طالبانو استازو ته بلنه نه وه ورکړې.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۶ کال کې له ۲۳ زرو هکټارو زیاته ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې او کښت لږترلږه کچې ته رسېدلی. خو د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د کښت ساحه تر ۴۳ زرو هکټارو زیاته ښيي؛ د دواړو لورو د شمېرو توپیر د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کړې دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو ځانګړې محکمې د هاشمیه ښارګوټي ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت بللې او له اوسېدونکو یې د سپارلو غوښتنه کړې ده. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په نصرتآباد کې د کورونو د نړولو او د ځمکو د مالکیت د محدودیتونو په اړه د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د پاکستان مرستیال صدراعظم اسحاق ډار وايي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور د بېرته جوړولو لپاره د طالبانو شفاهي ژمنې بسنه نه کوي. پاکستان د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کوي؛ خو کابل دا تورونه ردوي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د «زموږ غږ واورئ» نړیوالې غونډې څلورم پړاو په مادرید کې پیل شوی؛ شاوخوا ۷۰ فعالان او کارپوهان به د افغان ښځو پر وضعیت، عدالت او د سولې په بهیرونو کې د هغوی پر ونډې خبرې وکړي. په غونډه کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د یو میلیون لاسلیکونو نړیوال کمپاین هم پرانیستل کېږي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې له ۲۰۰ څخه ډېرو نویو رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي؛ خو خبریالان د سانسور، فشارونو او نیونو له زیاتېدو اندېښنه لري. باخبره سرچینې وايي، د دغو رسنیو ډېری سیمهییزې راډیوګانې او یوټیوب چینلونه دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د کابل او ولایتونو اوسېدونکي وايي، د اوروژنې د وسایلو او مرکزونو کمښت او د ډلو ناوخته رسېدل کوچنۍ اورلګېدنې په لویو پېښو بدلوي. د دوی په وینا، سږ کال د اورلګېدنې ۲۵۹۶ پېښې د اغېزمنو بیړنیو خدمتونو اړتیا لا څرګندوي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
انس حقاني په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال نږدې یو میلیون کسان وژل شوي او څلور وروڼه یې هم له لاسه ورکړي دي. د هغه څرګندونې یو ځل بیا د ملکي وګړو پر مرګژوبله او د طالبانو، په ځانګړي ډول د حقاني شبکې، پر مسوولیت د ځواب ویلو پوښتنې راپورته کړې دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، کابل د ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ناڅاپي ایستلو مخه ونیسي او د هغوی حقونه خوندي کړي. نوموړي ټینګار کړی چې هر ډول بېرته ستنول باید د کابل او کوربه هېوادونو ترمنځ د هوکړې له مخې وي؛ دا په داسې حال کې ده چې څو اروپايي هېوادونو د افغانانو د ایستلو یا بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړې دي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
دویچهوېله د افغانستان هغه تورونه څېړلي چې پاکستان د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي؛ اسلاماباد دا ادعاوې ردوي. شنونکي د احتمالي سیاسي او لوژستیکي ملاتړ په اړه بېلابېل نظرونه لري، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښتو او تاریخي بېباورۍ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب له UNHCR سره په کتنه کې ویلي، په پاکستان کې مېشت له ۸۵ تر ۹۰ سلنې افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر او د کمپونو تشول روان ساتلي دي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د سړې هوا او د سونتوکو د بیو له لوړېدو سره، د کابل اوسېدونکي د برېښنا له پرلهپسې پرې کېدو سره مخ دي. برشنا وايي د پرچاویو د کمولو لپاره یې د ترهخېل ۵۰ مېګاواټه دستګاه بېرته فعاله کړې، خو د برېښنا ډېره برخه لا هم له بهرنیو سرچینو واردېږي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې د نجونو پر طبي زدهکړو د محدودیتونو دوام، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د سلګونو مرکزونو تړل د میلیونونو افغان ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ګواښي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د افغانایوک په وینا، د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب د وضعیت د بېرته ټینګولو طرحه لاسلیک کړې او د علني رایې غوښتنه یې کړې ده. د رایې د رسمي کېدو لپاره د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه اړین دي؛ طرحه د افغانانو د جبري ایستلو د مخنیوي په موخه وړاندې شوې ده.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ به د خپل شپږم کلني فورم په ترڅ کې د قوس پر ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان د وضعیت، سیمهییز امنیت او پر ګاونډیو هېوادونو د اغېزو په اړه بحث وکړي؛ دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې له کړکېچ سره مخ دي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ د پروګرام د دویم پړاو د پیل خبر ورکړ. د لومړي پړاو پر مهال ۵۲۰ زره میندو او پالونکو د تغذیې مشورې ترلاسه کړې او په تر پوښښ لاندې کورنیو کې د خوړو ناامني ۲۵ سلنه کمه شوې ده.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
هغه ښځې چې د کار پر وړاندې د محدودیتونو له امله یې په کورونو کې ګنډل د عاید سرچینه ګرځولې وه، اوس د بېوزلۍ او د خلکو د پېرلو د توان د کمېدو له کبله له کمو فرمایشونو سره مخ دي. ځینې یې د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو په تمه دي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د لوی ترمینل د جوړولو چارې روانې دي. ترمینل به د مسافرو او ترانزیټ خدمتونه ښه او د تګ راتګ او سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
پنجشنبه, 19 نوامبر , 2026
د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالې جزايي محکمې وروستۍ پرېکړه ښايي د امریکايي ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د احتمالي جنایتونو څېړنه محدوده کړي. سازمان وايي، د طالبانو او داعش پر قضیو د تمرکز له امله د عدالت په بهیر کې د «دوګوني معیار» د رامنځته کېدو او د قربانیانو د حقونو د زیانمنېدو خطر شته.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د امریکا د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې مشر وايي، پاکستان ته د شړلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې دي؛ دې خبر اندېښمنو کورنیو ته نسبي ډاډ ورکړی، خو د افغانانو د لېږد راتلونکی لا هم نامعلوم دی.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026