د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د قوس په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان د تحولاتو په اړه غونډه جوړوي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان د وضعیت پر سیمهییز ثبات اغېزې وڅېړل شي.
د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISSI) اعلان کړی چې د خپل شپږم کلني فورم په ترڅ کې به د پاکستان په پلازمېنه کې د افغانستان د تحولاتو او پر سیمهییز ثبات د هغو د اغېزو په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي. دا دوه ورځنی فورم به د روان کال د قوس په ۱۸مه او ۱۹مه د «سولې، ثبات او ګډې سوکالۍ په لټه کې» تر سرلیک لاندې ترسره شي.
د دغه انسټیټیوټ د افغانستان د مطالعاتو مرکز مشره، آمنه خان وايي، په غونډه کې به ډیپلوماتان او د چارو مخکښ شنونکي د افغانستان اوسنی وضعیت، سیمهییز امنیت او په منځني ختیځ کې جیوپولیټیک بدلونونه وڅېړي. د غونډې یوه بله برخه به پر ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د وضعیت د اغېزو او په لوېدیځه اسیا کې د بدلونونو ارزونې ته ځانګړې وي.
د غونډې د جوړېدو اعلان په داسې حال کې شوی چې د وروستیو میاشتو پر مهال د سرحدي ترینګلتیاوو او سیاسي اختلافونو له امله د کابل او اسلاماباد اړیکې له جدي ننګونو سره مخ شوې دي. لا هم څرګنده نه ده چې د طالبانو د حکومت مخالفان به دې فورم ته وبلل شي که نه. د روان کال د میزان په ۷مه او ۸مه هم په اسلاماباد کې د طالبانو د ځینو سیاسي مخالفانو په ګډون یوه لانجمنه غونډه جوړه شوې وه، چې د کابل توند غبرګونونه یې راوپارول.
د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د پاکستان له مشهورو څېړنیزو مرکزونو څخه دی چې له حکومت سره تړاو لري. دغه مرکز په منظم ډول د پاکستان د بهرني سیاست د مهمو موضوعاتو په اړه غونډې جوړوي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي، هم پخوا په دې انسټیټیوټ کې وینا کړې ده.