برخه -څانګه : Migration, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, 21 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د کډوالو د ملاتړ سازمان «افغانایوک» وايي، د امریکا د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د لنډمهالي خونديتوب د وضعیت د بېرته ټینګولو له طرحې ملاتړ کړی؛ دا طرحه د افغانانو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.
د «افغانایوک» سازمان اعلان کړی چې د امریکا د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خونديتوب (TPS) د وضعیت د بېرته ټینګولو ملاتړ کړی او په دې اړه یې ځانګړې عریضه لاسلیک کړې ده. د «افغانستان د TPS قانون ۲۰۲۶» په نوم د قانون دا مسوده د افغانانو د جبري ایستلو د مخنیوي او د هغوی د قانوني حقونو د خوندیتوب لپاره وړاندې شوې ده.
د دې پارلماني هڅې یوه مهمه ځانګړنه د دواړو ګوندونو ملاتړ دی. د دیموکرات او جمهوريپال ګوند غړو له کانګرېس غوښتي چې د طرحې په اړه دې ژر تر ژره په علني غونډه کې رایهاچونه وشي.
د امریکا د استازو جرګې د داخلي مقرراتو له مخې، د جرګې مشرتابه د رسمي رایېاچونې ته اړ ایستلو لپاره باید د کانګرېس لږ تر لږه ۲۱۸ غړي عریضه لاسلیک کړي. د دې قانون د تصویب هڅې وروسته له هغې چټکې شوې چې راپورونه خپاره شول، ۱۵۰ افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ایستل کېږي.
دې پرېکړې د بشري حقونو د بنسټونو سخت غبرګون او د قانونجوړوونکو اعتراضونه راپارولي او په پایله کې ځنډول شوې ده. دې پېښې د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
په امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه (د ۱۴۰۴ کال د سرطان ۲۳مه) لغوه شوی و. دې پرېکړې زرګونه افغانې کورنۍ د کار د اجازې د له لاسه ورکولو او هغه هېواد ته د شړلو له دوامدار ګواښ سره مخ کړې چې له سختو بشري او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی.