برخه -څانګه : accidents, Migration, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, 21 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی چې له اروپا څخه د افغان کډوالو ایستل باید د تفاهم له لارې ترسره شي. نوموړی هڅه کوي د هغوی د ناڅاپي شړلو مخه ونیسي.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، اداره یې د افغان کډوالو د ناڅاپي ایستلو د مخنیوي لپاره له ډیپلوماټیکو لارو کار اخلي او په دې اړه یې څو غونډې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې په اروپا کې د مېشتو افغانانو حقونه باید له پامه ونه غورځول شي.
مجاهد ویلي، که د ځینو کډوالو بېرته ستنېدل اړین وي، دا بهیر باید د کابل او کوربه هېوادونو ترمنځ د هوکړې او همغږۍ له مخې ترسره شي. هغه زیاته کړې: «هڅه کوو له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلو، څو په یو ځل د کډوالو د ایستلو مخه ونیول شي او په اروپا کې د مېشتو کسانو حقونه تر پښو لاندې نه شي. که د چا ایستل اړین وي، باید د تفاهم او همغږۍ پر بنسټ وشي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې جرمني، اتریش او سویس د افغان پناهغوښتونکو ډلهییز ایستل پیل کړي دي. همداراز، فرانسې، جرمني، بلجیم او سویډن په رسمي ډول له طالبانو سره د دې موضوع په اړه د «تخنیکي خبرو» د پیل خبر ورکړی دی.
اروپايي ټولنې تر دې مخکې په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربهتوب کړی و، څو د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر میکانیزم خبرې وکړي چې پر جرمونو تورن دي. ځینې سیاسي شنونکي دا ګامونه د طالبانو او اروپا ترمنځ د مهاجرت په برخه کې د محدودو اړیکو د پیل نښه بولي.
سیاسي شنونکی خلیلاحمد نادم باور لري چې اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنېدو د ستونزې د حل لپاره له طالبانو سره اړیکې نیولې دي. د نوموړي په وینا، دا تعامل ښايي په اروپا کې د طالبانو د یو شمېر ډیپلوماټانو د منلو زمینه هم برابره کړي.
بل سیاسي شنونکی، سیدمقدم امین، ټینګار کوي چې باید د تفاهم یو روښانه چوکاټ جوړ شي، څو په اروپا کې مېشت افغانان په قانوني ډول ژوند وکړای شي او که بېرته ستنېدل اړین شي، هېواد ته د هغوی د ستنېدو لپاره اصولي او له عزته ډکه لار وټاکل شي.
د «یورونیوز» د راپورونو له مخې، د تېر کال په لومړیو نهو میاشتو کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ۱۴ زره او ۲۷۰ افغانانو ته د دغو هېوادونو د پرېښودو امر شوی و. د روان کال تر سرطان میاشتې پورې لږ تر لږه ۳۴۰ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.