افغانې خیاطې چې د محدودیتونو له امله یې دې مسلک ته مخه کړې وه، اوس د پېرودونکو د پېرلو د توان کمېدو او د فرمایشونو د کمښت له امله د عاید له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې هغو ښځو چې د کار او زدهکړو په برخه کې د سختو محدودیتونو له امله یې په کور کې خیاطي پیل کړې وه، اوس وايي چې د عاید دغه سرچینه یې هم له لاسه وځي. دوی د پېرلو د توان د پام وړ کمېدو او د بېوزلۍ د پراخېدو یادونه کوي او وايي چې د جامو د ګنډلو فرمایشونه په څرګند ډول کم شوي دي.
په کابل کې یوې خیاطې چې د ۱۴ کلونو کمعمره د درېیو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده، وویل چې د پېرودونکو له لاسه ورکولو یې پر عاید سخت اغېز کړی دی. هغې د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، پخوا یې د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول، خو اوس خلک د ټوکر د پېرلو او نویو جامو د ګنډلو وس نه لري.
اقتصادي ستونزې یوازې تر پلازمېنې محدودې نه دي او د نورو ولایتونو خیاطانې هم له ورته ستونزو سره مخ دي. په سمنګان کې یوې خیاطې چې پنځه اولادونه لري او مېړه یې د ښوونځي ښوونکی دی، د خیاطۍ د بازار له رکوده شکایت وکړ او ویې ویل: «کله چې خلک د ماښام ډوډۍ په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وي، څنګه د جامو د پېرلو او ګنډلو فکر کولی شي؟»
د طالبانو لهخوا د ښځو د جامو پر ګنډلو د نارینهوو محدودیتونو په ځینو ولایتونو کې د خیاطۍ بازار بدل کړی دی. په بلخ کې یوه خیاط چې تر څلوېښتو کلونو ډېره تجربه لري، په مزارشریف کې د ښځینه خیاطیو د دوکانونو تړل کېدو ته اشاره کوي او وايي چې ښځینه خیاطانې اوس اړې دي په خپلو کورونو کې په پټه کار وکړي.
په بلخ کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د رسنیو اړیکو ته لا ځواب نه دی ویلی. سره له دې چې طالبان د ښځو د حقونو د خوندیتوب ادعا کوي، په دولتي او نادولتي ادارو کې بېلابېلو محدودیتونو میلیونونه کورنۍ له معیشتي کړکېچ سره مخ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د دغه سازمان د ښځو څانګې د یوې ګډې اعلامیې له مخې، مالي سرچینو او بازارونو ته د ښځو محدود لاسرسی په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو له سترو ننګونو څخه دی. د هغو میندو لپاره چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، لکه په کابل کې دغه خیاطه، د خیاطۍ د بازار له منځه تلل د سختې بېوزلۍ پر وړاندې د بېوسۍ معنا لري.
اوس هغه د مرستندویانو مرستې ته سترګې په لار ده او د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په اړه اندېښنه لري.