د پاکستان مرستیال صدراعظم محمد اسحاق ډار ویلي، له طالبانو سره د باور بېرته جوړولو او د دوهاړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره عملي او پرېکنده ګامونه اړین دي.
د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، په یوه ډیپلوماتیکه غونډه کې وویل چې له طالبانو سره د پرلهپسې همکاریو سربېره، اسلاماباد لا هم خپلې اصلي غوښتنې ته نه دی رسېدلی؛ یعنې د افغانستان د خاورې د ترهګریزو بریدونو لپاره د کارېدو مخنیوی.
هغه ټینګار وکړ چې د کاسا-۱۰۰۰ برېښنايي پروژې د بېرته پیلولو د هڅو ترڅنګ، په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د مهارولو په اړه د پاکستان غوښتنه لا هم نه ده پوره شوې. اسحاق ډار زیاته کړه چې نړیوالو بنسټونو ته مستند اسناد او شواهد سپارل شوي، چې د هغه په وینا، د مرګونو بریدونو او په افغانستان کې د مېشتو ډلو ترمنځ اړیکې ښيي.
هغه وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او دغه هېواد شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره اقتصادي زیان لیدلی دی. د پاکستان مرستیال صدراعظم زیاته کړه چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور د بېرته جوړولو لپاره عملي او د تایید وړ ګامونه اړین دي او د طالبانو یوازې شفاهي ژمنې بسنه نه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستاني چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې ده؛ خو کابل دا تورونه تل رد کړي دي. طالبان هم وايي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو د امنیت پر ضد وکاروي. د دواړو هېوادونو په اړیکو کې امنیتي ننګونې او کړکېچونه په چټکۍ زیات شوي، او ډیپلوماتیکو خبرو تر اوسه د دې کړکېچ لپاره تلپاتې حل نه دی موندلی.