برخه -څانګه : economic, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, 22 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۶ کال کې یې له ۲۳ زرو هکټارو زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او په هېواد کې د کوکنارو کښت لږ تر لږه کچې ته رسېدلی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) هغه تازه راپور په کلکه رد کړی چې په کې د ۲۰۲۶ کال پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ۳۰۰ سلنې څخه د ډېر زیاتوالي خبره شوې ده. د وزارت چارواکو د معلوماتو راټولولو پر کړنلارو نیوکه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې له ۲۳ زرو هکټارو زیاته ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده. د وزارت په وینا، د ساحوي ارزونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت لږ تر لږه کچې ته رسېدلی او د ملګرو ملتونو خپاره کړي شمېرې د عیني واقعیتونو څرګندونه نه کوي.
د کورنیو چارو وزارت دا دریځ په داسې حال کې څرګند کړی چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر په خپل کلني راپور، «په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د تریاکو ارزونه»، کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه له ۴۳ زرو هکټارو زیاته شوې ده. دا شمېره په ۲۰۲۵ کال کې د شاوخوا ۱۰ زرو هکټارو په پرتله د ۳۰۰ سلنې څخه د ډېر زیاتوالي ښکارندويي کوي.
د راپور له مخې، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کوکنارو کښت ثبت شوی او د تریاکو تولید هم نږدې ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی؛ په دې توګه، تولید په ۲۰۲۵ کال کې له نږدې ۳۰۰ ټنو څخه په روان کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د کوکنارو د کښت اصلي مرکز له سوېلي سیمو څخه د هېواد شمال ختیځ ته لېږدېدلی او اوس د کښت شوې ټولې ځمکې شاوخوا ۷۶ سلنه په بدخشان او تخار ولایتونو کې ده.
ملګرو ملتونو سخت اقتصادي کړکېچ، د بزګرانو زیاتېدونکې بېوزلي او د بدیلې روزګارۍ د فرصتونو نشتوالی د کوکنارو کښت ته د بېرته مخه کولو له مهمو لاملونو ګڼلي دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې له بزګرانو سره له دوامدار ملاتړ پرته، په اوږدمهال کې د کښت د کمښت ساتل ستونزمن دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د وچو تریاکو د هر کیلوګرام منځنۍ بیه، سره له دې چې لږ راټیټه شوې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۷۰ ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده؛ خو لا هم د سراسري بندیز تر مخه د بیو له کچې لوړه ده. سره له دې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید اوسنۍ کچه د بندیز تر مخکنۍ مودې په پرتله ډېره ټیټه ده؛ هغه مهال له ۲۰۰ زرو هکټارو څخه زیاته ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه.
د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ د شمېرو دا توپیر یو ځل بیا په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پېچلتیا څرګندوي. د کارپوهانو په باور، د دې ستونزې د هواري لپاره د بدیلې روزګارۍ د پیاوړتیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په برخه کې بېړنۍ پانګونې ته اړتیا ده.