د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هرات کې د ۱.۸ میلیارد افغانیو په پانګونه د یوه لوی مسافر وړونکي او ترانزیټي ترمینل د جوړولو د بهیر د چټکېدو خبر ورکړی. دغه پروژه د عامه او خصوصي مشارکت په چوکاټ کې روانه ده.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په هرات ولایت کې د یوه لوی مسافر وړونکي او ترانزیټي ترمینل د جوړولو چارې په جدي توګه روانې دي. په دې پروژه کې ۱.۸ میلیارد افغانۍ پانګونه کېږي او چارې یې د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام له مخې پر مخ ځي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو، قیر اچولو او جغل اچولو چارې په چټکۍ روانې دي. د موټر مینځلو ودانۍ، احاطوي دېوالونه، د تېلو پمپسټېشن او د مسافرو د انتظار سالونونه هم جوړېږي.
وزارت زیاتوي چې د انګړ فرشول، د فلزي جوړښتونو درول او د ترانسپورټي استازولیو د دفترونو رنګول هم د پروژې د تخنیکي او وروستنیو چارو برخه ده. دغه اسانتیاوې د مسافرو د خدمتونو د ښه کولو لپاره برابرېږي.
د وزارت چارواکي وايي، د دې ټولګې له بشپړېدو او پرانیستل کېدو سره به د مسافر وړونکو او ترانزیټي خدمتونو کچه د پام وړ لوړه شي. د دوی په باور، دا پروژه به د ښار دننه او د ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ په تنظیم او د هرات د سوداګریزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.