برخه -څانګه : accidents, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, 21 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
په یوه راپور کې د طالبانو مخالفو ډلو د ملاتړ په تړاو پر پاکستان د افغانستان تورونه څېړل شوي او سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې ارزول شوې دي.
جرمنيۍ رسنۍ دویچهوېله په یوه تحلیلي راپور کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو ته د پناه ورکولو په تړاو د کابل تازه تورونه څېړلي دي. د افغانستان چارواکي په زیاتېدونکي ډول پاکستان د دغو ډلو پر ملاتړ تورنوي؛ خو اسلاماباد دا تورونه په کلکه ردوي.
د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پاکستان د افغانستان د بېثباته کولو پر هڅو تورن کړی او ویلي یې دي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې زرګونه وسلهوال د افغانستان د ناامنۍ لپاره راټول شوي دي.
دا تورونه داسې مهال مطرح کېږي چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې سختې ترینګلې شوې او په سرحدي سیمو کې خونړۍ نښتې هم شوې دي. دویچهوېله د بدخشان، نورستان او کونړ په ولایتونو کې د طالبانو د مخالفو ډلو فعالیتونو ته اشاره کړې او د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد څرګندونې یې راخیستې دي. مجاهد ادعا کړې چې بریدګر د پاکستان له چترال سیمې افغانستان ته اوړي.
مجاهد همداراز ادعا کړې چې پاکستاني پوځیان له دغو کسانو ملاتړ کوي؛ خو د پاکستان استخباراتي ادارې دا ادعا بېبنسټه تبلیغات بللي دي.
په راپور کې د طالبانو د مخالفانو د احتمالي ملاتړ په اړه د سیاسي څېرو او شنونکو نظرونه هم څېړل شوي دي. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ ذهین کروخېل ویلي، د اسلاماباد له لوژستیکي ملاتړ پرته د وسلهوالو ډلو بریدونه په سختۍ شوني دي.
پاکستاني سیاستوال افراسیاب خټک بیا د طالبانو د مخالفانو لپاره د اسلاماباد ملاتړ یو تریخ واقعیت بللی او ویلي یې دي چې په اسلاماباد کې د مخالفانو د غونډو کوربهتوب د افغانستان په اړه د پاکستان د رسمي تګلارې یوه برخه ده. په مقابل کې، د قائداعظم پوهنتون استاد قندیل عباس باور لري چې پاکستان ښايي له دغو ډلو سیاسي ملاتړ وکړي، خو پوځي مرستې نه ورسره کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي هم د افغان ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان تاریخي مخینې ته په اشاره، د طالبانو د مخالفانو د اسلاماباد له خوا د خپلو موخو لپاره د کارولو احتمال یاد کړی دی.
د راپور په پای کې دا پوښتنه هم څېړل شوې چې ایا د پاکستان اصلي موخه د طالبانو د حکومت نسکورول دي که نه. علي احمد جلالي دا احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې اسلاماباد نه د طالبانو د حکومت د نسکورولو توان لري او نه یې اراده؛ بلکې له کابل غواړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد ورسره همکاري وکړي.
سیاسي شنونکي عزیز بارز هم د افغانانو او اسلاماباد ترمنځ پر تاریخي بېباورۍ ټینګار کړی دی. د هغه په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې د پاکستان له ملاتړ څخه خبر دي او پوهېږي چې دا ملاتړ لنډمهالی او د پاکستان د خپلو ګټو لپاره دی.