د ژمي له رارسېدو سره په کابل کې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. د برشنا شرکت وايي، د دې ستونزې د کمولو لپاره یې نوي اقدامات پیل کړي دي.
د سړې هوا په پیلېدو او د کورنیو د انرژۍ اړتیاوو په زیاتېدو سره، په کابل کې د برېښنا پرلهپسې پرې کېدل پر یوې جدي ستونزې بدل شوي دي. د لرګیو، سکرو او مایع ګاز د بیو لوړېدو هم د پلازمېنې پر اوسېدونکو اقتصادي فشار زیات کړی دی.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سونتوکو د بیو له لوړېدو سره اړ شوي چې د کورونو د تودولو لپاره پر برېښنا ډېره تکیه وکړي. خو د برېښنا پرلهپسې پرې کېدل د ورځنیو اړتیاوو پوره کول او د ژمي له سختې یخنۍ سره مقابله ورته ډېره ستونزمنه کړې ده.
د کابل یوه اوسېدونکي وايي، برېښنا څو ورځې پرلهپسې پرې کېږي او چې بېرته راشي، یوازې څو ساعته وي.
د خلکو د اندېښنو په غبرګون کې، د برشنا شرکت اعلان کړی چې په کابل کې د برېښنا د پرې کېدو د کچې د راکمولو لپاره یې بېړني اقدامات پیل کړي دي. د دې شرکت چارواکي وايي، د انرژۍ د کمښت د جبران لپاره د ترهخېل د ۵۰ مېګاواټه برېښنا تولیدي دستګاه بېرته فعاله شوې ده.
د برشنا ویاند محمد صادق حقپرست د دې دستګاه فعالېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د روان ژمي پر مهال د برېښنا د پرچاویو د کمولو هڅې روانې دي. نوموړي د تلپاتې حللارو موندلو لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت پانګونې ته هم اشاره کړې ده.
سره له دې چې افغانستان د برېښنا د تولید بالقوه سرچینې، لکه اوبه او لمر، لري، خو تر اوسه یې له دغو سرچینو په مناسبه توګه ګټه نه ده اخیستې. د هېواد د برېښنا ډېره برخه لا هم له ګاونډیو هېوادونو واردېږي. د کارپوهانو په باور، د برېښنا د کمښت او د ژمي د ستونزو د حل لپاره باید د کورني تولید په برخه کې پانګونه وشي.