برخه -څانګه : accidents, economic, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, 22 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
طالبانو د مزارشریف په هاشمیه ښارګوټي کې ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت بللې او په بلخ کې یې د ځمکو د مالکیت د وضعیت د بدلولو بهیر پیل کړی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، د مزارشریف په هاشمیه ښارګوټي کې ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت پېژندل شوې ده. د دې پرېکړې له مخې، د سیمې اوسېدونکي اړ دي چې ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په شمال کې د ځمکو د غصب د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د اسنادو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې دا ۶۰۰ جریبه ځمکه د امارت ملکیت دی. د هاشمیه ښارګوټي قضیه تر دې مخکې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون څېړلې وه او د وروستۍ پرېکړې لپاره ځانګړې محکمې ته لېږل شوې وه.
د دې اعلان یوه ورځ مخکې، راپورونه خپاره شول چې د مزارشریف په نصرتآباد ښارګوټي کې د کورونو د نړولو بهیر پیل شوی دی. د ښارګوټي اوسېدونکو ویلي، سره له دې چې قانوني اسناد لري، د کورونو د تشولو امر ورته شوی او تر اوسه یې لږ تر لږه پنځه کورونه نړول شوي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د روان کال د تلې په درېیمه هم ویلي وو چې د بلخ ولایت په ۳۸ استوګنیزو ښارګوټو کې پېر او پلور او هر ډول ودانیز کارونه منع شوي دي. د وزارت په وینا، د ۱۳ ښارګوټو ځمکې، د «خالد بن ولید» لوی ښارګوټي په ګډون، په قطعي توګه امارتي پېژندل شوې دي. د رسمي راپورونو له مخې، طالبانو د ۱۴۰۵ کال د وږي په ۲۶مه په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا جزوي ډول امارتي بللي دي.
په همدې حال کې، د طالبانو حکومت د دولتي ځمکو په اړه یو قانون نافذ کړی چې له مخې یې، په ځانګړو شرایطو کې هغه ځمکې چې امارتي پېژندل شوې وي، اوسنیو اوسېدونکو ته د لګښت په بدل کې پلورل کېږي. د دې تګلارې له امله د ځمکو خاوندانو او اوسېدونکو سختې نیوکې کړې دي؛ هغوی وایي، دا چاره یې د بېسرپناه کېدو او د بیا ځلي درنو لګښتونو له خطر سره مخ کوي.