د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام د ۲۲ میلیونو کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له ګواښ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) تازه ویلي، په طبي برخو کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د سختو محدودیتونو دوام ښايي د شاوخوا ۲۲ میلیونو افغان ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي خطر سره مخ کړي. د دې ادارې د بشري مرستو د برخې مشرې، سوفیا کالتورپ، افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د اوسني وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
هغې وویل، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کمېدل او د نجونو پر مخ د طبي انستیتیوتونو او پوهنتونونو د دروازو تړل د افغانستان روغتیايي نظام له سخت کمښت سره مخ کړی دی. د نوموړې په وینا، دې وضعیت د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی. کالتورپ زیاته کړه، د نجونو له زدهکړو محرومول نه یوازې د ځوان نسل پر راتلونکي اغېز کوي، بلکې هغوی د کمعمره او جبري ودونو له خطر سره هم مخ کوي او د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه لوړه وي.
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه راپورونه هم د دې بحران ژورتیا ښيي. د زرمینې په نوم ۳۴ کلنې مېرمنې، چې په یوه کليوالي سیمه کې اوسېږي، وویل چې د دوی په سیمه کې نه ښځینه ډاکټره شته او نه مسلکي قابله، او روغتیايي مرکزونه هم تړلي دي. هغې زیاته کړه چې د بېوزلۍ او د تګ راتګ د محدودیتونو له امله کورنۍ نه شي کولای ناروغان ښارونو ته ولېږدوي.
په تخار ولایت کې یوې مېرمنې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له یادولو ډډه وکړه، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت وکړ. هغې وویل، ناروغې ښځې اړ دي چې روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره اوږده لار پیاده ووهي. د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکې الهام هم روغتیايي وضعیت خراب وباله او ویې ویل: «زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ روغتیايي کلینیک، ښځینه ډاکټره او نرسه نشته؛ له همدې امله ډېرې امیندواره ښځې په کورونو کې زېږون کوي، او داسې پېښې هم شوې چې ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شوي دي.»
دا بحران داسې مهال روان دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، مخکې ویلي وو چې د روان میلادي کال په اوږدو کې د هېواد نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درېدلی دی. د هغې په وینا، له دې امله تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شوې دي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له واک ته رسېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي، چې د افغان ښځو او نجونو بنسټیز حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. د طالبانو سرپرست حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې تأمینوي؛ خو پر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بندیز او د پوهنتونونو تړل افغانستان له یوه جدي بشري او روغتیايي بحران سره مخ کړی دی.