برخه -څانګه : accidents, economic, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, 22 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د کابل او د نورو ولایتونو اوسېدونکي د اور وژنې د امکاناتو له کمښت او د اوروژونکو د ناوخته رسېدو اندېښنه لري. د دوی په وینا، دغو ستونزو په اورلګېدنو کې مالي زیانونه ډېر کړي او د اوروژنې د مرکزونو جوړولو اړتیا یې څرګنده کړې ده.
د کابل او د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي د اور وژنې د امکاناتو له کمښت او پېښو ته د اوروژونکو د ناوخته رسېدو شکایت کوي. دوی وايي، د اغېزمنو وسایلو او کافي مرکزونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې واړه اورونه پر لویو پېښو واوړي او درانه مالي زیانونه واړوي.
د کابل د پنځمې ناحیې یوه اوسېدونکي وویل، نږدې درې میاشتې مخکې د دوی په سوداګریز مارکېټ کې اور ولګېد او لسګونه دوکانونه یې وسوځول. د هغه په وینا، سره له دې چې سمدستي یې د اور وژنې ادارې ته زنګ وهلی و، اوروژونکي له یوه تر یو نیم ساعت ځنډ وروسته سیمې ته ورسېدل او شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ زیان ورسېد.
بل کس هم وویل چې د یوه خپلوان دوکان یې په یوه سوداګریز مارکېټ کې بشپړ سوځېدلی دی. هغه د اوروژنې د ډلو پر سمبالولو او د خلکو د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
ستونزې یوازې پلازمېنې ته محدودې نه دي. د تخار یوه اوسېدونکي هم د امامصاحب ولسوالۍ د اورلګېدنې خبر ورکړ او ویې ویل چې پېښې ډېر زیانونه اړولي دي. د هغه په خبره، په دغو ولسوالیو کې د اور وژنې هېڅ مرکز نشته او خلک اړ دي چې د اور د مړولو لپاره له لومړنیو وسایلو کار واخلي.
اوسېدونکي او سوداګر ټینګار کوي چې په کورونو او دوکانونو کې باید د اور وژنې وسایل ولګول شي او په ټولو ولسوالیو کې سمبال مرکزونه جوړ شي. رسنیو ونه شوای کړای چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر واخلي. د دغه وزارت چارواکو مخکې د اور وژنې د امکاناتو د پراختیا خبر ورکړی و، خو سږ کال د اورلګېدنې د ۲۵۹۶ پېښو شمېر ښيي چې د اور وژنې د وضعیت ښه کولو ته جدي اړتیا ده.