برخه -څانګه : accidents, Migration, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
پاکستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې دي. دې خبر اندېښمنو کورنیو ته نسبي ډاډ ورکړی او د ځینو کسانو د ځای بدلولو بهیر روان دی.
په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ د بنسټ «افغانایوک» مشر شان وندایور ویلي، پاکستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې دي. د دې خبر له خپرېدو سره د اندېښمنو افغان کورنیو ترمنځ نسبي ډاډ پیدا شوی دی.
وندایور په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایستلو یوه بله الوتنه د ډسمبر میاشتې لپاره پلان شوې ده. هغه زیاته کړې، یو شمېر افغانان چې تر دې مخکې لنډمهالو مرکزونو ته لېږدول شوي وو، بېرته خپلو اصلي توقیفځایونو ته ستانه شوي دي. د ده په وینا، دا یو مثبت پرمختګ دی.
د بندیانو د ځای بدلول ښيي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانانو د لېږدولو کوم پړاو نه تر سترګو کېږي؛ خو د وضعیت د بدلېدو امکان لا هم شته. د امریکا د کورني امنیت وزارت د وندایور څرګندونو ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پرمختګونه په داسې حال کې دي چې امریکايي رسنیو د تلې میاشتې په لومړیو کې راپور ورکړی و چې شاوخوا ۱۵۰ افغان پناه غوښتونکي به له لوزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. د امریکا د استازو جرګې او سنا ۶۶ غړو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و او د اقدام د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې وه.
په امریکا کې د مېشتو افغان کورنیو ترمنځ د ایستلو د بهیر په اړه د پام وړ وېره او اندېښنه شته. خو په واشنګټن کې د زرګونو افغان پناه غوښتونکو لپاره د هیلې نښې هم لیدل کېږي؛ یو شمېر قانون جوړونکو او د بشري حقونو فعالانو د داسې نوي قانوني طرحې ملاتړ کړی چې افغانانو ته د دایمي استوګنې او اوږدمهاله ملاتړ زمینه برابروي.