د سترې محکمې د ویاند مرستیال ویلي، محاکمو د روان هجري قمري کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۸۷ زره او ۱۱۴ حقوقي او جزایي دوسیې څېړلې او ۴۹ زره شرعي وثیقې یې صادرې کړې دي.
د سرپرست حکومت د سترې محکمې د ویاند مرستیال ملا منصور احمد حمزه د روان هجري قمري کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۸۷ زره او ۱۱۴ څخه د زیاتو حقوقي او جزایي دوسیو د څېړلو خبر ورکړ. د نوموړي په وینا، دا فعالیتونه په ټول هېواد کې ترسره شوي دي.
حمزه زیاته کړه چې په دې موده کې محاکمو ۴۹ زره او ۱۴۶ شرعي وثیقې هم صادرې کړې او اړوند بهیر یې بشپړ کړی دی. د نوموړي په خبره، د دغو فعالیتونو موخه د قضايي چارو چټکول او د خلکو شرعي او حقوقي اړتیاوو ته رسېدنه ده.
د دغو شمېرو له اعلان سره سره، د سترې محکمې چارواکو د څېړل شویو دوسیو د ډولونو، د حقوقي او جزایي دوسیو د جلا شمېر او د وروستیو پرېکړو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. همداراز، په څرګندونو کې د دعوې د ښکېلو خواوو د استیناف او بیاکتنې غوښتنې حق ته د لاسرسي په اړه هم وضاحت نه دی شوی.