برخه -څانګه : accidents, fun, news, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 24 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې له ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د نږدې کسانو له خوا وژل شوې

زن با چادر آبی و طفل در آغوش در جاده شلوغ

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د خپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوې دي. دا اندېښمنوونکې شمېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو اړتیا څرګندوي.


د ملګرو ملتونو اندېښمنوونکی راپور

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه تر ۴۷ زرو ډېرې ښځې او نجونې د خپلو مېړونو، عاطفي شریکانو یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل شوې دي. دا په هر ساعت کې د پنځو ښځو او نجونو د وژل کېدو معنا لري. راپور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې مخکې خپور شوی او ښيي چې د نږدې کسانو له خوا د ښځو او نجونو د وژنې کچه د تېرو کلونو په پرتله چندان بدلون نه دی کړی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام

د راپور له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې د وژل شویو ۷۸ زرو ښځو او نجونو نږدې ۶۰ سلنه د خپل عاطفي شریک یا د کورنۍ د کوم غړي له خوا وژل شوې دي. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د دې بشري ناورین د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او په کورنیو او ټولنه کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې بشري ناورین

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د بشري حقونو فعالان او د ښځو د ملاتړ بنسټونه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه، په تېره بیا د سیاسي بدلونونو او د سرپرست حکومت تر واکمنېدو وروسته، جدي اندېښنې لري. په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو استازې سوزن فرګوسن تر دې مخکې د ښځو وضعیت بحراني بللی و. هغې ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې سرپرست حکومت په منظم ډول د ښځو حقونه او ازادۍ محدودې کړې او په دې تړاو یې تر سلو ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.

افغان ښځې او نجونې له پراخو محرومیتونو سره مخ دي

په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي. له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی او د پوهنتونونو دروازې هم ورته تړلې دي. په ورته وخت کې، د سرپرست حکومت چارواکي ادعا کوي چې د ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت او افغاني دودونو په چوکاټ کې تأمین کړي دي؛ خو د ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه