برخه -څانګه : economic, Migration, news, politics, social
د خپرولو وخت : دوشنبه, 23 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
ملګرو ملتونو افغانستان ته د بېرته ستنو شویو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د هغوی لپاره یې د دوامدار ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی. اقتصادي ستونزې او بېکاري د دغو کډوالو له مهمو ننګونو څخه دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمه، هېواد ته د بېرته ستنو شویو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له هغوی سره یې د دوامدار او اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه وکړه. نوموړې دا څرګندونې ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته د خپل لومړي سفر له پای ته رسېدو وروسته وکړې.
هغې وویل، بېرته ستنېدونکي کډوال بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري چې سرپناه، خوراکي توکي او د خوندیتوب ملاتړ پکې شامل دي. د هغې په وینا، دوی د خپل ژوند د بېرته جوړولو او د عاید د برابرولو لپاره دوامداره مرستو ته هم اړتیا لري.
د یوناما په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې له یوناما مشرې سره په لیدنو کې د سختو اقتصادي ستونزو، د بېکارۍ د زیاتېدو، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، اساسي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او د سوداګریزو او معیشتي فعالیتونو د ګډوډۍ په اړه خبرې شوې دي.
نوموړې ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د بېرته ستنېدونکو د لېږد او منلو له مرکزونو لیدنه وکړه او له یو شمېر ښځینه سوداګرو، خبریالانو او زدهکوونکو سره یې هم وکتل.
هغې د هغو بېرته ستنېدونکو کورنیو لپاره پر ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ چې له زیانمنېدو سره ډېر مخ دي، په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې مشري یې د ښځو یا ماشومانو پر غاړه ده. رباب فاطمې وویل، ملګري ملتونه به د معیشتي پروګرامونو او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغې په پای کې د افغانستان د سیاسي بهیر په اړه هیلهمندي څرګنده کړه او ویې ویل چې په راتلونکو اوونیو کې به په کابل کې له بېلابېلو لورو، د کورنیو او بهرنیو رسنیو له استازو او د ښځو د حقونو له بنسټونو سره د لیدنو پلان لري.