برخه -څانګه : economic, news, politics, security
د خپرولو وخت : چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري له یوه جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان به پرېنږدي چې د نیابتي جګړو پر ډګر بدل شي او له نورو هېوادونو سره یې د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري له یوه جاپاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان به هېڅکله پرېنږدي چې د بهرنیو قدرتونو د نیابتي سیالیو ډګر شي. هغه له ټولو هېوادونو سره د متوازنو اقتصادي او سیاسي اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
نظري د افغانستان د پراخو اقتصادي ظرفیتونو او بډایه طبیعي سرچینو په یادولو سره ویلي، سرپرست حکومت له چین، روسیې او لوېدیځو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د رغنده همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ویلي، کانونه او طبیعي سرچینې باید د اقتصادي پرمختګ او د افغانانو د هوساینې لپاره وکارول شي او د سیاسي سیالیو او بهرني نفوذ په وسیله ترې ګټه وانخیستل شي. د هغه په وینا، د حکومت اساسي موخه دا ده چې افغانستان د سیمهییز اتصال پر مهم مرکز او اقتصادي محور بدل کړي.
نظري له توکیو سره د اړیکو د پراختیا لپاره د کابل پر لېوالتیا هم ټینګار کړی او جاپان یې د بیارغونې او صنعتي پرمختګ په برخه کې بریالی بېلګه بللی دی. هغه هیله ښودلې چې د جاپان حکومت به د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې رغنده ونډه واخلي.
نظري ویلي، سرپرست حکومت بهرنیو پانګهوالو ته د ځانګړو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی. د هغه په خبره، د مالیاتو کمول، د معیاري صنعتي سیمو جوړول، د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کول او د پانګهوالو د ځان او پانګې خوندیتوب هغه ګامونه دي چې د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره په پام کې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، د چارو د اسانتیا لپاره به د نادولتي ادارو فعالیتونه د اقتصاد وزارت او د سترو سوداګریزو شرکتونو چارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارې همغږې او چټکې کړي. نظري په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې متوازنه بهرنۍ اقتصادي تګلاره باید د حکومت د کار په سر کې وي او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د خپلو سیاسي موخو لپاره د افغانستان له خاورې کار واخلي.