برخه -څانګه : accidents, news, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 24 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

هسپانیا د افغان ښځو د حقونو د سرغړوونکو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه

یوه ښځه چې تور چادر او نقش‌لرونکی کمیس یې اغوستی، خبرې کوي

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د «د افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ مشره فوزیه کوفي په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» څلورمې نړیوالې غونډې ته وویل، په افغانستان کې روانې ستونزې یوازې بشري یا د بشري حقونو بحران نه دی، بلکې ریښې یې په ژور سیاسي بحران کې دي. د هغې په وینا، د واک انحصار او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د خلکو له ګډون څخه محرومول د ښځو د ازادیو د سلبېدو، بېوزلۍ او ټولنیزو ستونزو د پراخېدو اصلي لاملونه دي.


هسپانیا له طالبانو د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه وکړه

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوې نړیوالې غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د نقض په اړه حساب ورکړي او د بشري حقونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.

هسپانیا د طالبانو له سرپرست حکومت څخه د حساب ورکولو غوښتنه کوي

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانوېل البارس په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» څلورمې نړیوالې غونډې ته د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» وبللې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د بشري حقونو د سرغړونو عاملان تر فشار لاندې راولي. دا غونډه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د «د افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ په ګډ نوښت جوړه شوې وه او افغانو ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو استازو پکې ګډون کړی و.

البارس د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار له بنسټیزو حقونو څخه محرومېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دغو تګلارو د تبعیض او جنسیتي بېلتون پر بنسټ یو نظام رامنځته کړی دی. هغه همداراز د جنسیتي اپارتاید د جرم ګڼلو لپاره د هسپانیا پر ټینګې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل، تر هغه چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، مادرید به د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپلواکه څېړنه پیلېږي

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې د داسې خپلواک میکانېزم د جوړولو لپاره مالي مرسته ځانګړې کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې وڅېړي او مستندې کړي. هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو اوسنی وضعیت په څو اړخیز نړیوال نظام کې د ګډ ژوند لپاره ګواښ دی.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د «د افغانستان لپاره د ښځو» بنسټ مشرې فوزیه کوفي د هسپانیا د ملاتړ مننه وکړه او د هېواد اوسنی وضعیت یې یو ژور «سیاسي بحران» وباله. هغې وویل: «د طالبانو حکومت د هغو ښځو شمېر زیات کړی چې د نانوایۍ مخې ته په اوږدو کتارونو کې د خیر غوښتلو لپاره ولاړې وي.»

د افغان ښځو لپاره سختې پایلې

د غونډې په دوام کې، د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پټن، د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته د افغان ښځو وضعیت په نړۍ کې د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې له تر ټولو ویجاړوونکو بېلګو څخه وباله. هغې د جرمونو پر کره مستندسازۍ او د قانوني تعقیب لپاره د شواهدو پر راټولولو ټینګار وکړ.

د مادرید غونډې په افغانستان کې د معافیت د کړۍ پر ماتولو ټینګار وکړ. ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او پوهنتونونو ته له تګ څخه محرومې دي؛ خو د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمینېږي. د بشري حقونو فعالان دا ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه