د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغانان د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه. په دې موده کې د افغانانو نږدې ۱۰ زره د پناه غوښتنې دوسیې ثبت شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر ترمنځ افغانان په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه. په دې موده کې په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۹۹ زره او ۳۸۵ دوسیې ثبت شوې چې نږدې ۱۰ زره یې د افغانانو وې.
افغانانو د ټولو غوښتنلیکونو ۱۰ سلنه جوړوله او د پناه غوښتونکو د نوملړ په سر کې وو. فرانسه، ایټالیا او یونان هغه هېوادونه دي چې په دې درېمیاشتنۍ موده کې یې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېرې دوسیې ترلاسه کړې دي.
راپور د بالکان په سیمه کې د کډوالۍ خطرناکو لارو ته هم اشاره کوي. له کډوالو سره مرکې ښيي چې په دغو هېوادونو کې له پوښتل شویو افغانانو هېڅ یوه هم هلته د پاتې کېدو نیت نه درلود؛ هغوی هڅه کوي د اروپا لویو او شتمنو هېوادونو ته ځان ورسوي.
د سروې له مخې، ایټالیا د افغان پناه غوښتونکو تر ټولو ډېر خوښ شوی مقصد دی او ۳۷ سلنه ګډونوالو دغه هېواد یاد کړی. ورپسې جرمني د ۲۲ او فرانسه د ۲۰ سلنې په لرلو په دویم او درېیم ځای کې دي. سویس او بریتانیا هم په ترتیب سره د اوو او درېیو سلنې په لرلو ورپسې راځي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې اروپايي ټولنه د خپلو پولو تګلارې لا سختوي. خو په افغانستان کې بېوزلي، بېکاري او سیاسي کړکېچونه لا هم زرګونه افغانان دې ته اړ باسي چې د قاچاقبرو له خطرناکو لارو اروپا ته ولاړ شي.