برخه -څانګه : economic, news, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 25 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

کندهاریان: په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا لرو

د کندهار ولایت اوسېدونکي په تېرو درېیو میاشتو کې د برېښنا له سخت کمښت شکایت کوي او وايي، هره ورځ یوازې دوه تر درېیو ساعتونو پورې برېښنا لري.


د کندهار اوسېدونکي: په ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا لرو

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د پرله‌پسې پرې کېدو له دوام څخه ناخوښ دي او وايي، په یوه شپه او ورځ کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا ته لاسرسی لري. د دې ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسوولانو هم د صنعتي فعالیتونو لپاره د انرژۍ د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په کندهار کې د برېښنا موده په شپه او ورځ کې څلورو ساعتونو ته راکمه شوې

د کندهار یوه اوسېدونکي محمد صادق په مرکه کې وویل، په هر ۲۴ ساعتونو کې یوازې دوه یا درې ساعته برېښنا ورکول کېږي او د بېرته راتلو کره وخت یې معلوم نه دی. هغه وویل: «ډېر وخت داسې وي چې که دوه ساعته پرله‌پسې برېښنا ولرو، نو ښه ورځ مو ګڼل کېږي؛ خو ډېری وخت یوازې نیم ساعت برېښنا راځي.» د ښار یوه بل اوسېدونکي هم له اوسني وضعیت څخه په نیوکې وویل، د شپې برېښنا نه وي او د ورځې چې راشي، یوازې نیم ساعت یا یو ساعت وي.

د برېښنا شرکت مسوولان: د برېښنا رسولو د ښه‌والي لپاره هڅې روانې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولانو د کندهار د برېښنا د وضعیت په اړه په لیکلي ډول ویلي، ډیزلي جنراتورونه هره ورځ شاوخوا ۲۲ ساعته فعال وي. د دوی په وینا، له همدې امله استوګنیزو سیمو ته څلور ساعته او فابریکو ته اته ساعته برېښنا ورکول کېږي.

په کندهار کې د برېښنا کمښت د صنعت او فابریکو لپاره ګواښ دی

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مشر احمد نبي‌زاده د برېښنا کمښت د فابریکو د فعالیتونو پر وړاندې یوه جدي ستونزه بللې او ویلي یې دي چې اوس مهال صنعت ته یوازې اته ساعته برېښنا ورکول کېږي. هغه د وضعیت د ښه‌والي هیله څرګنده کړې او تمه یې ښودلې چې د نویو پروژو په ګټې اخیستنې سره به دا ستونزه راکمه شي.

په افغانستان کې له وارداتي برېښنا د تړاو کمولو پنځه‌کلن پلان پلې کېږي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي باثباته برېښنا ته لاسرسی نه لري. د برېښنا د پراختیا په پنځه‌کلن پلان کې له کورنیو سرچینو د برېښنا د تولید لپاره ۲۵ پروژې په پام کې نیول شوې دي، څو پر وارداتي برېښنا د هېواد تکیه کمه شي. افغانستان اوس مهال شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو برابروي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است