برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني: زموږ لپاره د انرژۍ لېږد ځانګړی ارزښت لري او کولای شو په دې برخه کې د ګمرکونو په اندازه عواید ولرو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې د تعرفې د کمېدو او لوړولو پر څرنګوالي او د هغې د اقتصادي اغېزو پر راپور، د حبیب ګلزار شرکت له‌خوا په مخکي جوړ شوي صنعت کې پر پانګونې د پشنهادي طرحې او د پنځمو مکروریانو د لومړي ساختماني فاز د پروژې پر راپور بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې جمهوررئیس غني خبرې وکړې او له سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو بنسټونو یې غوښتل چې د میوو او سبزیجاتو د صادراتو لپاره دې خپله واضح طرحه جوړه کړي. هغه زیاته کړه، د دغو میوو د ترلاسه کولو لپاره د قزاقستان او روسیې بازارونه پرانیستې دي.

همداراز جمهوررئیس وویل، ازبکستان له افغانستان سره د تعرفې د کمېدو په برخه کې همکاري کوي او په ترمذ کې ځینې ځایونه افغانستان ته ورکوي چې خپلې میوې او سبزیجات په کې بسته بندي کړي.

هغه زیاته کړه، د کانونو او پترولیم او د سواګرۍ او صنایعو وزارتونه او همداراز د سوداګرۍ خونه دې د مرمرو پر ډبرې کار وکړي، ځکه مونږ کولای شو په کال کې د هغې د صادراتو له لارې ۵۰۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د انرژۍ د لېږد په برخه کې هم ښه پرمختګونه شوي او د کاسا زر پروژه او له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا لین تمدید او د ازبکستان له سرخاب څخه پلخمري ته د برېښنا لېږد چې د شمالي ولایتونو، کابل ننګرهار او نورو ولایتونو د برېښنا ستونزې به حل کړي، په وروستي پړاو کې دي.

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې د نوري فایبر په برخه کې هم ښه پرمختګونه شوي وویل، زموږ لپاره د انرژۍ لېږد ځانګړی ارزښت لري او کولای شو په دې برخه کې د ګمرکونو په اندازه عواید ولرو.

وروسته د مالیې وزارت د ګمرکونو معین نجیب الله وردګ د تعرفې د کمېدو او لوړېدو پر څرنګوالي او د اقتصادي اغیزو په اړه یې لکه د تعرفوي سیاست حقوقي چوکاټجوړول، تعرفوي بانډ، په ۱۳۹۶ کال کې د تعرفې کمیټې غونډې، د ۸ قلمه صادراتي ډبرو د تعرفې د کموالي، د ۲۳ قلمه کرنیزو تعرفو د لوړوالي، د ۴۰۴ قلمه تجارتي تعرفو دټیټوالي، د وارداتي شېدو، غنمو او چرګوړو دانې د تعرفې د لوړوالي او کموالي او د ۵ قلمه نفتي توکو د تعرفوي نرخ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

غونډې له هر اړخیزه بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د تعرفو بحث دې په هرو درېوو میاشتو کې د اقتصاد شورا په غونډه کې مطرح او خبرې دې پرې وشي.

جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه چې د سوداګرۍ وزارت او د مرکزي احصائیې اداره دې د تعرفو په برخه کې یوه معلوماتي منبع چمتو کړي، ترڅو په دې برخه کې شته خلا ډګه کړي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان لپاره سوداګري او ترانزیټ ځانګړی اهمیت لري او موږ په دې برخه کې له خپل دریځ څخه دفاع کوو او زموږ لپاره اقتصادي وده مهمه ده. هغه زیاته کړه موږ بایدد سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولرو.

وروسته د ښارجوړولو وزارت یو تن مسوول د حبیب ګلزار شرکت له خوا په مخکي جوړ شوي صنعت کې د پانګونې پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د مخکې جوړ شوي صنعت په برخه کې دې د فابریکو ترمنځ سیالي او همکاري وجود ولري.

په غونډه کې څرګنده شوه چې د ځمکې د غوښتنې په برخه کې دې د یاد شرکت غوښتنه مشخصه شي او پرېکړه وشوه چې د خانه سازۍ سیمه دې د کورجوړولو پر یوه کمپلکس بدله شي.

په دې اړه جمهوررئیس وویل، د شرکتونو لپاره اوار میدان چمتو کوو. زموږ لپاره د موادو کیفیت او له داخلي موادو استفاده مهمه ده.

محمداشرف غني زیاته کړه، د کور او ښارجوړولو وزارت دې د واضح څارنې سیستم جوړ کړي، ترڅو د کمپنیو د کیفیت او کار څخه څارنه وکړي. هغه دغه راز زیاته کړه له کمپنیو سره دې د قراردادونو موده مشخصه شي.

وروسته د ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري د پنځمو مکروریانو د لومړي ساختماني فاز د پروژې راپور غونډې ته وړاندې کړ.

هغه د پنځمو مکروریانو پروژې د تاریخچې او موجوده وضعیت او دغه راز د یادې پروژې د ارزونې په موخه د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ د ګمارل شوي پلاوي لاسته راوړنې، غونډې ته وړاندې کړې.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې دا موضوع دې د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ته وړاندې شي، ترڅو په دې اړه لازمې پرېکړې وکړي او دغه راز معلومه شي هغه ځمکه چې دا پروژه پرې تطبیقېږي خصوصي ده که دولتي.

جمهوررئیس په دې اړه وویل، د دې موضوع په اړه زموږ تصمیم نېونه باید د واضح حقوقي استناد ولري او دا چې د کار مقدار او ستونزې زیاتې دي، موږ باید په دې برخه کې یوه واضح ارزونه ولرو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي