برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني: علما دې د فساد پرضد خپل غږ لوړ کړي

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د “اداري فساد پر ضد د منبر غږ” په نامه د دیني علماوو په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.


دغه کنفرانس چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوی و، د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبروکې فساد سره په مبارزه کې د لوی څارنوال د هڅو او د دیني علماوو د نقش قدرداني وکړه، وې ویل: کله چې د دې مملکت وزیر علني محاکمه کېږي او درې ستوریز جنرال یې زنداني کېږي، کله چې هیڅوک ځان له قانون څخه پورته ونه ګڼي هغه به زموږ د خوښۍ ورځ وي.
جمهوررئیس غني د افغانستان اسلامي هویت او اساسي قانون ته په اشارې وویل، دلته هیڅ تلویزیون، راډیو او بنسټ د دیني علماوو د منبر ځای نشي نیولی، ځکه دیني علما هره ورځ او اونۍ خلک راټولوي او بحث کوي او زموږ لوی هدف چې د قانون تطبیق دی د دیني علماوو له همکارۍ پرته نشي ترسره کېدای.
جمهوررئیس فساد، فتنه او فاجعه خبیثه کړۍ وبلله او زیاته یې کړه، فتنه نظام له منځه وړي کله چې نظام نه وي معاملات نشي ترسره کېدای او د دغې فتنې ښه مثال د افغانستان تېر څلويښت کلن تاریخ دی چې اول فساد راغی، بیا فتنه او په اخر کې فاجعه رامنځته شوه او په شلمه پیړۍ کې زموږ له سترې حماسې؛ د جهاد له لاسته راوړنو څخه چې مو کومه تمه درلوده، له بده مرغه په فتنې او فاجعې بدله شوه.
جمهوررئیس عدالت، قانونیت او پر قانون ولاړ حاکمیت نجیبه کړۍ وبلله چې سرچینه یې د حضرت محمد (ص) سیرت او د راشدینو خلفاوو چلند او اعمال دي.
محمد اشرف غني ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي ارګانونو له پرېکړو، تصامیمو او اقداماتو څخه د عدالت او قانون په تطبیق کې اطاعت او ملاتړ وکړي. هغه له ټولنیزو، سیاسي او معنوي مشرانو څخه هم وغوښتل چې د عدلي او قضايي ارګانونو د پرېکړو ملاتړ وکړي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، زما په شمول هر فرد او مقام باید د قانون په ځانګړي ډول د حق العبد پر وړاندې مسوول او ځواب ورکوونکی وي. حق العبد هیڅوک او منبع نشي بښلی او نه هم چاته د هغې د بښلو حق ورکوم او ما هم تر اوسه له قضايي او عدلي پروسې پرته هیڅوک نه دي بښلي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، افغانان پاک او سپیڅلي خلک دي او یو محدود  کوچنی اقلیت فاسد دی، ځوانان، علما کرام او د دې هېواد مېرمنې فاسدې نه دي، یو وړوکي اقلیت فاسد دی او باید مخنیوی یې وشي.
هغه څرګنده کړه کله چې د اسلام د مبارک دین په اساس په غصبي ځمکه لمونځ روا نه وي، نو بیا نور معاملات څنګه روا کېدای شي.؟ هغه په دیني علماوو غږ وکړ لکه څنګه یې چې د سولې په پلوۍ غږ پورته کړ د فساد په ضد هم خپل غږ لوړ کړي، ځکه د علماوو د غږ پر وړاندې هیڅوک مقاومت نشي کولی او زیاته یې کړه، موږ له دباندې کوم څه نه عملي کوو، بلکې د هر افغان د زړه اواز ته ښه راغلاست وایوو او عملي کوو یې.
په دغه غونډه کې د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د فساد په بېلابېلو اشکالو لکه د ځمکو غصب، د کمزورو تهدید، وینه تویول، غلا، چور، چپاول، اخلاقي فساد او اداري فساد په اړه مفصله وینا وکړه او د حکومت د فساد ضد دریځ څخه یې دفاع وکړه او په دې برخه کې یې د جمهور رئیس غني هڅې وستایلې.
همدارنګه د هېواد لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په خپلو خبرو کې له دیني علماوو څخه مننه وکړه چې د خلکو غږ او غوښتنې یې په دغه کنفرانس کې بیان کړي او ژمنه یې وکړه چې د دیني علماوو غوښتنې او سپارښتنې به د کنفرانس په راپور کې منعکسې شي.
لوی څارنوال د اسلام مبین دین د افغانستان د قوانینو سرچینه وبلله او ژمنه یې وکړه په دغو سرچینو د استناد له لارې به له هر ډول فساد سره مبارزه وکړي او په ډاګه یې کړه چې د دیني علماوو له نظریاتو څخه یې د فساد په ضد لار نقشه جوړه کړې ده.
د عدلیې وزارت معین مولوي محمد قاسم حلیمي د کنفرانس اته ماده یي پرېکړه لیک ولوست چې په هغه کې له دیني اړخه حرام عواید او هر ډول فساد غندل شوی ؤ او له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتل شوي و چې د فساد له عاملانو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي