برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د ولایتي سفرونو په لړ کې نن خوست ته ورسېد

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ولایتي سفرونو په لړ کې نن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د خوست هوايي ډګر د رنوې د پرانستې، د هوايې ډګر د رادار سيستم، د هوايي ډګر د داخلي سړک او د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبرې اېښودو او د دغه ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه خوست ته ورسېد.


جمهوررئیس د خوست هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم د نظامي تشریفاتو قطعه معاینه او بیا ورته د خوست د والي په ګډون د دغه ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو، د ولایتي شورا وکیلانو او قومي مشرانو تود هرکلی ووایه.

جمهوررئیس غني له یادو چارواکو، د ولایتي شورا د وکیلانو او قومي مشرانو سره له روغبړ وروسته د خوست د هوايي ډګر ځغاست لیکه پرانیسته او په خپلو خبرو کې یې وویل: هیله ده چې د خوست هوايي ډګر د ټولې لویې پکتیا لپاره د هوايي مسیر مرکز شي.

جمهوررئیس وویل، زموږ لومړنی تمرکز به په خوست کې د تولیداتو په زیاتولو وي چې ولس ته یې ګټه ورسېږي. هغه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د لویې پکتیا د جلغوزیو د انتقال لپاره د خوست او جرمني ترمنځ د هوايي کوریډور د جوړولو چارې بشپړې کړي او د فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د خوست هوايي ډګر ته ټولې لویې لارې و ارزوي چې له رغیدو وروسته په اسانۍ خلک خپل توکي انتقال کړای شي.

ورپسې جمهوررئیس غني د خوست په هوايي ډګر کې د رادار سیستم ودانۍ، اطفایي ودانۍ او د هوايي ډګر د داخلي سړک جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي