برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غني او دوستم څلور ورځنۍ خبرې

د دوستم دفتر وايي چې د حکومت او د حکومت د لومړي مرستیال تر منځ خبرې اترې له څلورو ورځو راهیسې روانې دي، خو لا هم کومه پایله نه لري.



د دې دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند امریکا غږ ته ویلي، نن هیله لري چې یو جوړ جاړي ته ورسېږي او د څلورو ورځو راهیسې خبرې یوه پایله ورکړي.
هغه وايي په خبرو کې د دوستم بېرته راتګ او د نظام الدین قیصاري خوشي کېدل شامل دي.
دا په داسې حال کې دی چې د دوستم پلویانو په جوزجان کې د والي له دفتر وروسته په تخار کې هم د ولایت مقام دروازه را قلف کړې ده.
دې لاریونوالو په هرات، بلخ، جوزجان، بغلان، تخار، فاریاب او سمنګان کې د محمد اشرف غني تصویرونه سوځولي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
د افغان کمانډو ځواکونو له لوري د قیصاري د پلویانو د وهلو ډبولو ویډيو په خواله رسنیو کې پر غبرګونونو سربېره د امرالله صالح او رحمت الله نبیل څرګندونې هم له ځان سره لرلې.
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ويلي، د کمانډو ځواکونو دا حرکات د محمد اشرف غني په امر ترسره کېږي او امرالله صالح بیا دا وېره ښکاره کړي چې دا ډول کړنې به افغان ځواکونه د اشرف غني شخصي ملېشې معرفي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي