
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په هېواد کې شاوخوا یو میلیون او ۹۰۰ زره کسان د شکر پر ناروغۍ اخته دي، خو ۷۱ سلنه یې له خپلې ناروغۍ خبر نه دي. روغتیايي ادارو د نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ د منظمې معاینې، د ژوند د طرز د بدلون او عامه پوهاوي پر اړتیا ټینګار کړی، څو د دې ناروغۍ د مرګونو عوارضو مخه ونیول شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې شکر ناروغي په هېواد کې د عامې روغتیا پر یوه جدي ستونزه بدله شوې ده. د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې وویل، د شکر ناروغۍ د نړیوال فدراسیون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۸۰ میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته دي او په افغانستان کې د ناروغانو شمېر نږدې یو میلیون او ۹۰۰ زره اټکل شوی دی.
د راپور یوه اندېښمنوونکې برخه دا ده چې په افغانستان کې ۷۱ سلنه ناروغان له خپلې ناروغۍ خبر نه دي. له همدې امله پر وخت تشخیص او منظمې معاینې د ناروغۍ د پرمختګ او د نه جبرانېدونکو عوارضو د مخنیوي لپاره مهمې دي. روغتیايي مسوولان وايي، د غیرساري ناروغیو کنټرول د روغتیايي پروګرامونو په لومړیتوبونو کې دی او د دې ناروغیو د مهار لپاره په لومړنیو او تخصصي کچو کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو هڅې روانې دي.
د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول متخصصان او مسوولان باور لري چې د شکر ناروغۍ مهار یوازې د روغتیايي ادارو دنده نه ده، بلکې د ټولنې د بېلابېلو برخو ګډ کار ته اړتیا لري. د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول عمومي رییس ډاکټر احمدسیر پاڅون شکر ناروغي د ټولې ټولنې یوه پراخه ستونزه وبلله او له کورنیو، ښوونکو او دیني عالمانو یې وغوښتل چې د پوهاوي او عامه پوهاوي په پراخولو کې فعاله ونډه واخلي.
د خوږو مشروباتو او پروسس شویو خوړو له کارولو ډډه، د ناسالمو غوړو کمول، په خوړو کې د تازه سبزیو او بشپړو غلو زیاتول، هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې بدني فعالیت او د تمباکو او نشهيي توکو نه کارول، د وزن د کنټرول او د شکر ناروغۍ د مخنیوي مهمې لارې بلل شوې دي.
په همدې تړاو، د روغتیا نړیوال سازمان استازي نعیمالله صافي وویل، په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه میلیونه او ۴۰۰ زره کسان د زړه او شکر ناروغۍ اړوندو ناروغیو له امله مړه شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې دغه سازمان به په افغانستان کې د ناروغیو د تشخیص او پلټنې له پروګرامونو خپل تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، پر وخت تشخیص د خلکو د ژوند ژغورلو ترڅنګ د کورنیو او د هېواد د روغتیايي نظام درانه لګښتونه هم کموي.
روغتیايي ادارې وايي، شکر ناروغي په لومړي ډول، دویم ډول او د امیندوارۍ پر مهال رامنځته کېدای شي. د ډېرې تندې، پرلهپسې ادرار، بېدلیله وزن کمېدو، اوږدمهاله ستړیا، د لید تتوالي او د ټپونو د ناوخته رغېدو په څېر نښې له پامه غورځول، په پای کې د زړه او مغزي سکتې، د پښتورګو د کار خرابېدو، ړندېدو، عصبي زیانونو او د غړي د پرې کېدو خطر رامنځته کولای شي.