برخه -څانګه : accidents, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
راپورونه ښيي چې طالبان د شکنجې او خپلسرو نیونو له لارې له خلکو جبري اعترافونه اخلي او بیا یې د خپلو امنیتي لاستهراوړنو په توګه خپروي.
د مستندو راپورونو له مخې، طالبان په بېلابېلو مواردو کې بېګناه خلک خپلسري نیسي او سختې فزیکي او رواني شکنجې ورکوي. وروسته دا اعترافونه د طالبانو اړوندو رسنیو له لارې خپرېږي. د چارو د پوهانو په وینا، طالبان له دې لارې هم خپل جرمونه پټوي او هم ملکي وګړي پړهمن ښيي.
دا کړنلاره د بامیان پر بهرنیو سیلانیانو د برید او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د نښتو په څېر پېښو کې لیدل شوې ده. په یوه تازه مورد کې، په پنجشېر ولایت کې د پخواني حکومت د یوه نظامي، داد رحماني، د مړینې خبر خپور شو. د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو سمدستي د هغه د پلار او ورور ویډیويي څرګندونې خپرې کړې؛ هغوی ادعا کوله چې رحماني د رواني ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
پوځي کارپوهانو دا ادعا په کلکه تر پوښتنې لاندې راوستې او باور لري چې د طالبانو فشارونو او شکنجو د هغه د رواني حالت په خرابېدو کې اساسي رول درلود.
یو تن چې د یوې امنیتي پېښې په تړاو د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و، د اعتراف اخیستو لپاره د شکنجې په اړه دردوونکې کیسه کړې ده. نوموړي په یوه مرکه کې وویل، وروسته له هغه چې د طالبانو ډزې یې پر خلکو ولیدې، له دوو نورو د رستورانت کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.
دغه نیول شوي کس زیاته کړه چې د طالبانو مأمورانو له غیرانساني چلند او فشارونو کار واخیست، څو دوی اعتراف ته اړ کړي. د ده په وینا، شکنجې دومره سختې وې چې اړ شو تور ومني. تر خوشې کېدو وروسته پوه شول چې د دوی اعترافونه د طالبانو د امنیتي لاستهراوړنو په توګه خپاره شوي دي.
د راپورونو موندنې ښيي چې د نیول شویو کسانو د ویډیويي اعترافونو خپرول د طالبانو د رسمي روایت د توجیه او په مرګژوبلو پېښو کې د خپلو کسانو د رول د پټولو لپاره په یوې وسیلې بدل شوي دي. دا کړنلاره نه یوازې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نیوکې زیاتوي، بلکې د دغې ادارې پر وړاندې د خلکو بېباوري هم پیاوړې کوي.