برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د کندز د دشت ارچي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د شهید داوود خان روغتون ته ورغی او هلته یې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې د یو شمېر ټپیانو چې تر درملنې لاندې دي، پوښتنه وکړه.


جمهوررئیس ته د پوښتنې پر مهال ډاکټرانو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د هېواد جمهوررئیس د دغه روغتون ډاکټرانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د پالنې او درملنې په برخه کې له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخلي.

جمهوررئیس د ناروغانو د پوښتنې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، د پېښې او ملکي تلفاتو د څرنګوالي په اړه د ټاکل شوي پلاوي له خوا هر اړخیزې څيړنې په خورا چټکۍ، جدیت او دقت سره روانې دي.

هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ورته ملکي تلفات د منلو نه دي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر به لا زیات هر اړخیز تدابیر ونیول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي