برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د جلغوزو پر پروسس، بسته بندۍ، بازار موندنې او صادراتو ټینګار وکړ

د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د جلغوزو د پروسس، بسته بندۍ، بازار موندنې او صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.


دغه غونډه چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، د اقتصادي او تجارتي سکتور مسوولینو او د پکتیا، پکتیکا او خوست والیانو پکې حضور درلود، جمهوررئیس غني وویل، د سیمې د هېوادونو بازارونه د جلغوزو صادراتو ته تیار دي او مونږ باید له دغه فرصت څخه د صادراتو لپاره استفاده وکړو چې زیات عواید ترلاسه شي.

جمهوررئیس د کرنې وزارت مسوولینو او د کرنې او پراختیا په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي ته لارښوونه وکړه چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو خلکو ته د جلغوزو د پروسس، بسته بندۍ او بازار موندنې د اقداماتو په برخه کې مشخص پیغامونه ولري.

همداراز جمهوررئیس غني د یادو ولایتونو والیانو ته لارښوونه وکړه چې د کرنې د رئیسانو په همکارۍ دې د جلغوزو د ښه مدیریت په اړه کار وکړي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: په دې برخه کې قاچاق او کمېشنکاري د دې لامل کېږي چې زیاتره عواید د قاچاق وړونکو جیب ته ورشي. هغه زیاته کړه، د جلغوزي صادرات باید منظم او قانونمند شي، ترڅو خلک زیاته ګټه ترلاسه کړي.

جمهوررئیس وویل، یاده موضوع د ښاغلي هلمندي له لارې تعقیبوي، چې په روان کال کې د جلغوزو د صادراتو په برخه کې د پام وړ بدلونونه ولرو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي