برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغان پوليس ۱۲ بهرني نیواکګرپوځیان یی و وژل

آریانانیوز: يو تن افغان نفوذي پوليس په کندهار ولایت کې په امريکايي عسکرو ډزې کړي دي او دولس امريکايي عسکر يې وژلي دي
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د صفی الله په نامه يو تن افغان پوليس د کندهار په هوايي دګر کې په امريکايي عسکرو بريد کړی دی او دولس امريکايي عسکر يې وژلي دي
احمدي وايي چې صفي الله چې د عبدالحميد زوی او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی و د کندهار په هوايي ډګر کې يې په يوه ډله امريکايي عسکرو برید وکړ او ۱۲ امريکايان يې ووژل
Qari Yousuf Ahmadi
@QariYousufAhma1
#الفتح
نوموړی زياتوی چې د نورو عسکرو په ځوابي ډزو کې صفی الله هم وژل شوی دی
هغه وايي چې نوموړی افغان پوليس له ډېره وخته د داسې يو بريد پلان درلود چې نن سهار يې اجازه ترلاسه کړه او بريد یې ترسره کړ
د یادونې وړ ده چې د افغان پوليسو او عسکرو په ليکو کې وخت ناوخت ځينې افغان امنيتي عسکر په بهرنيو ځواکونو ډزې کوي چې له امله يې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي او د افغان سرتيرو دا ډول بريدونه د عامو افغانانو له لوري ستايل کیږي.

شریک یي کړئ!