برخه -څانګه : news, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 23 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

د تورخم تړل کېدو د شکر ناروغان له درملنې بې‌برخې کړي

تورخم

د تورخم لارې تړل کېدو په ننګرهار کې د شکر ناروغانو درملنه له جدي خنډ سره مخ کړې ده. د دې ستونزې اغېز په افغانستان کې د شکر پر نږدې ۱.۹ میلیونه ناروغانو منفي دی.


د تورخم لارې تړل کېدو د افغانانو د شکر درملنه ګډوډه کړې

د تورخم دروازې تړل کېدو په ننګرهار ولایت کې د شکر پر ناروغۍ د اخته کسانو درملنه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. ناروغان وايي، دې وضعیت د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په روغتونونو کې روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی اغېزمن کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د شکر د ناروغانو شمېر نږدې ۱.۹ میلیونه ښودلی او وايي، له دې ډلې شاوخوا ۷۱ سلنه کسان نه پوهېږي چې پر دې ناروغۍ اخته دي. روغتیايي متخصصان هم د درملنې د ځنډ له امله د جدي عوارضو خبرداری ورکوي.

ناروغان د لارو له تړل کېدو شکایت کوي

د شکر ناروغ ولي‌خان ناصري وايي، د ده او نورو ناروغانو وضعیت ستونزمن شوی دی. د هغه په وینا، د پولې تړل کېدو د دوی د درملنې لارې بندې کړې او اوس د درملو او معایناتو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړي وویل: «د لارې تړل کېدو ډېر دروند اغېز کړی دی؛ که څه هم په هېواد کې تکړه ډاکټران لرو، خو د باکیفیته درملو او تشخیصي وسایلو کمښت ناروغان له جدي ستونزو سره مخ کوي.»

د ننګرهار بل اوسېدونکی محمدالله هم د خپلې مور د درملنې ستونزې یادوي. هغه وايي، مور یې د معایناتو لپاره خیبر پښتونخوا ته تلله، خو اوس اړ دي چې هره میاشت یې کابل ته یوسي؛ دا لګښت د دوی له اقتصادي وسه پورته دی.

په افغانستان کې د درملنې پر وړاندې خنډونه

د تورخم لارې تړل کېدو نه یوازې پر سوداګریزو راکړو ورکړو منفي اغېز کړی، بلکې د زرګونو افغانانو د درملنې سفرونه یې هم ګډوډ کړي دي. د پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» په یوه راپور کې چې د جنورۍ په میاشت کې خپور شوی، راغلي چې د سرحدي لارو بندېدو د افغان ناروغانو درملنه له جدي خنډونو سره مخ کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه راپور کې ټینګار کړی چې د مزمنو ناروغیو، په ځانګړي ډول شکر، د تخصصي خدمتونو ترلاسه کولو ته د افغانانو لاسرسی محدود دی. اقتصادي ستونزې او د متخصصو روغتیايي کارکوونکو کمښت په دې برخه کې له مهمو خنډونو څخه دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني په یوه ناسته کې ویلي، په افغانستان کې ۱.۹ میلیونه کسان پر شکر اخته دي او په دې اړه باید د خلکو پوهاوی زیات شي. د داخله ناروغیو متخصص نورالله غني هم وايي، د وینې د شکر کچه کنټرولول او مناسب خواړه د دویم ډول شکر د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است